د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې ټولبند د سبزيانو کاروباريان اغېزمن کړي


سبزي او مېوې (ارشيف)
سبزي او مېوې (ارشيف)

په خیبر پښتونخوا کې د سبزیانو کاروبار کونکي وایي د کورونا وایرس له کبله د وبایي صورتحال له وجې يې مالونه په منډیو کې سخا شول.

د مردان ضلعې د سبزي منډۍ مشر وقار باچا د مې پر دويمه مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې تر ټولو زیات تاوان د دوی کاروبارونو ته ورسېد.

"موږ څلور پنځې میاشتې وړاندې مالونه اخیستې وو خو منډيو ته ونه رسېدل. د سبزیانو بيعې تر ټولو زیاتې پرېوتې. د ټماټرو یوه پېټۍ تر لاک ډاون وړاندې په ۱۱۰۰ او ۱۲۰۰ روپۍ وه، اوس د دغې پېټۍ بیعه ۳۰۰ روپيو ته ټیټه شوې ده. له دې سره زمیندار هم تاواني شو، بیوپار هم تاوان يووړ او د سبزیانو کاروبار کونکیو ته هم تاوان ورسېد"

په خېبر پښتونخوا کې دا وخت تورۍ، ګوبی،کرېلا، ټېنډا او له دې سره سره بادرنګ او ټماټر په مارکیټونو کې پلورل کېږي. زمینداران وایي چې یوه میاشت وروسته به بنډۍ هم پلور ته تیارې شي.

د سبزیو کاروبار کونکي وایي دوی ته د موجوده صورتحال له وجې ځکه زیات تاوانونه ورسېدل چې په صوبه کې له دوی سره د دغو سبزیانو د زېرمه کولو سهولت نشته نو ځکه ترې ډېرې سبزۍ او له دې سره سره ځینې مېوې خرابې شوې.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د تاجرانو د تنظیم صوبایي جنرل سیکټري ظاهر شاه خان وایي په ټوله صوبه کې زیات تاوانونه د وړو کاروبارونو مالکانو ته ورسېدل.

"دا ورځې د دوی لپاره ډېرې مهمې دي ځکه چې په سپرلي او اوړي کې په صوبه کې زیاتې مېوې او سبزۍ کیږي. دا وخت په صوبه کې درمیانه او د وړو کاروبارونو مالکان زیات تاواني شول. بله خبره دا ده چې حکومت لویو کاروبار کونکیو ته خو ټېکسونه معاف کړل او د دوو میاشتو لپاره یې له بېنکونو نه د دوی اخېستل شوي قرضونه معاف کړل، خو د وړو کاروباریانو لپاره حکومت څه اعلان ونه کړ. د یوې میاشتې پورې خو موږ ګوزاره وکړه خو اوس راته ګرانه ده."

بلخوا وقار باچا وایي چې له افغانستان سره د لارو بندېدو له وجې هم د سبزیو او مېوو کاروبارونه تاواني شول.

"حکومت د تورخم لاره بنده کړې ده. زموږ سبزیانو به هلته ډېره ښه بیعه کوله. که په موجوده وخت کې حکومت دغه لاره د سامانونو، سبزیو او مېوو د سوداګرۍ لپاره خلاصه ساتلې وای نو موږ به دومره نه تاواني کېدو. بله د اندېښنې خبره دا ده چې ایران اوس خپلې مېوې او سبزیانې افغانستان ته وړي، له دې سره به ایران د دې وبایي صورتحال وروسته هم پر دغه مارکیټ زیات اثر ولري او دا به په راروان وخت کې د خیبر پښتونخوا هغو کاروباریانو ته تاوان ورسوي چې مالونه به یې افغانستان ته وړل."

د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره لاک ډاون يا ټولبند د می تر ۱۵مې نېټې غځولی دې. په صوبه د سبزیو او مېوو کاروبار کونکي وایي باید حکومت د دوی د کاروبارونو لپاره لارې خلاصې کړي او دوی ته دې د سبزیو او مېوو مارکیټونو ته د رسولو او پلورلو اجازه ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG