د لاسرسي ځای

تازه خبر

سويډن کې د تري تم خبريال ساجد حسېن مړی وموندل شو


ساجد حسېن بلوڅ (ارشيف)
ساجد حسېن بلوڅ (ارشيف)

پراګ - د سویډن پولیس وايي‌ په دغه هیواد کې له دوه مياشتو راهيسې د لادرکه شوي پاکستاني خبريال مړی يې په يو درياب کې موندلی دی.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګه د ګارډین ورځپاڼې په حواله لیکي ‌چې د پولیسو د ویاند جونس ایرونین په خبره د ساجد حسېن مړی له اوپساله ښاره بهر په فایرس دریاب کې د اپریل پر ۲۳مه وموندل شو.

ساجد حسېن د بلوچستان ټایمز ویبپاڼې ایډیټر و. نوموړی د مارچ له لومړیو ورځو راهیسې ورک و. ایرونین وویل د هغه د مړينې په لړ کې د جرم د امکان خبره په مکمله توګه نه شي ردېدای خو زیاته یې کړه چې د حسین مرګ يوه پېښه یا ځان وژنه هم کېدای شي.

د پولیسو ویاند وویل چې د حسېن د مړي پوسټ‌مارټم رپورټ سره ځېنې هغه شکونه ليرې شوي چې ګواکې هغه د جرم کومې پېښې ښکار و.‌

ګارډین ورځپاڼې د ساجد حسین د مېرمنې شهناز بلوڅ له خولې لیکلي کله چې يې له ورکېدو مخکې په وروستي ځل له حسېن سره خبرې‌ کړې وې نو د هغه حوصله لوړه وه. هغې وویل هغه په اوپساله کې نوي ‌اپارتمان ته د کوچېدو پر پلان هم ورسره غږېدلی و.

۳۹ کلن ساجد حسین په ۲۰۱۲م کې هغه وخت له پاکستانه وتښتېدو کله چې د خبريالۍ پر سر له ګواښونو سره مخامخ شو. ساجد حسین په یو شمېر هیوادونو کې د جلا وطنۍ وخت تېر کړ او بیا یې په ۲۰۱۷م کې په سویډن کې پناه واخیسته.‌

ساجد حسین په بلوچستان کې د بشري‌حقونو سرغړونو، د لا درکه کړل شویو کسانو، منظمو جرمونو او مخدره موادو قاچاقبرانو په اړه خبرونه خپرول.

هغه د مارچ پر دویمه په سټاک هوم کې یو ریل ګاډي کې دسپریدو په حال کې لیدل شوی و. دغه ریل ګاډی اوپساله ښار ته روان و. ځايي ‌پولیس وايي‌حسېن له ۴۵ دقیقو ورسوتهپه اوپساله کې له ریل ګاډي‌ ښکته شوی و.

ګارډین ورځپاڼې په سویډن کې د بې پولې خبریالانو سازمان مشر ایریک هاک جیر له خولې ویلي چې د حسین د لادرکه کېدو او وژنې تر شا د پاکستان د استخباراتي ‌ادارې لاس دی. نوموړي ‌وویل ترڅو چې په دغه کېس کې د جرم امکان نه وي رد شوی،‌ دا ویل کېدای شي‌ چې د هغه د مړینې تر شا لامل یې خبریالي ده.‌

د بې پولې خبريالانو سازمانپه مارچ کې ویلي‌ و باور لري‌ چې ساجد حسین د پاکستان استخباراتي ادارې پر لارښوونه لادرکه شوی. دغه پاریس مېشتې ادارې ویلي‌ و چې بلوچستان ټایمز ویبپاڼې زياتره وخت د پاکستان پر پوځي اسټیبلشمنټ نیوکې کولې. پاکستان لا په دې اړه څه نه دې ‌ویلې.‌

XS
SM
MD
LG