د لاسرسي ځای

تازه خبر

باور ځواک، له کورونا وايرسه د مخنيوي ۱۱ زره کسيزه ډله


د باور ځواک مخکښان په کابل کې خبرې غونډه کوي

په افغانستان کې له کورونا وايرسه د مخنيوي لپاره د سياسي او مدني فعالانو يوه ډله جوړه شوې چې په رضاکارانه ډول له دې وبا څخه د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.

د "باور ځواک" په نوم د دغې ډلې مخکښانو د اپریل پر ۲۹مه په کابل کې د يوې خبرې غونډې له لارې په رسمي ډول د خپلو فعاليتونو د پيل اعلان وکړ.

د افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو د زرګونو فعالانو دغه ځواک د کورونا وايرس په اړه د پوهاوي تر څنګ بېوزلو ته مرستې رسول، روغتيا پالانو ته ژغورونکې توکې ورکول او د حکومتي کارونو ارزونه او څارنه کول خپل مهم کارونه يادوي.

احمد شاه اعظمي د "باور ځواک" له مخکښ نجيب الله ازاد سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د دې ځواک رامنځ کولو اړتيا يې ولې احساس کړه او تر شا يې څه انګېزه وه؟

مرکه لاندې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

باور ځواک، له کورونا وايرسه د مخنيوي ۱۱ زره کسيزه ډله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:23 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG