د امریکا حکومت وايي، یوې ازمېښتي دوا له کووېډ – ۱۹ ناروغۍ څخه په کم وخت کې د رغېدو په برخه کې هیلې ټوکولې دي.
د اپرېل پر ۲۹مه یوې لویې څېړنې وښوده چې د رېمډېسېویر په نوم یوې دوا د کورونا وایرس د ناروغانو د جوړېدو وخت لنډ کړی دی.
دا څېړنه ښيي چې د درملو له کارونې سره د ناروغانو د رغېدو وخت اوسطاً له ۱۵ ورځو ۱۱ ته ټیټ شوی.
د امریکا د حساسیتونو او خپرېدونکو ناروغیو د ملي انسټيټیوټ مشر ډاکتر اینتني فاوچي دا ((خورا زیات مهم)) پرمختګ بللی دی.
ده وویل، له دې ښکاري چې درمل د کورنا وایرس مخه نیولی شي. دا څېړنه چې د امریکا د روغتیا ملي ادارو کړې پکې دوا په روغتونونو کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر ۱،۰۶۳ ناروغانو تجربه شوې.
فاوچي وویل، په چین کې هم پر دې دوا یوه څېړنه شوې چې ښيي چې رېمډېسېویر د کورونا وایرس پر وړاندې موثره نه ده خو په وینا یې چینايي څېړنه کافي نه وه.
دا څېړنه پر داسې مهال خپره شوې چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل تر ۳۰مې، په نړۍ کې د کورونا وایرس تر ۳۲ لاکه زیاتې پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې دوه لاکه او ۲۷،۹۵۸ کسان مړه شوي.
د فېسبوک تبصرې