د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: د پېښور چاپه خانو زرګونه کارمندان روزګار بایللی شي


پېښور کې د کتابونو یو پلورنځی
پېښور کې د کتابونو یو پلورنځی

په پیښور کې د فرنټیر پرنټرز اینډ پیبلشرز په نوم د چاپه خانو د مالکانو او کارکوونکیو اتحادیې له حکومته غوښتلي چې بندیزونه نرم کړي او دوي له د کاروبارونو پرانستو اجازه ورکړي.

دوی وايي په صوبه کې د کورونا وایرس له کبله د کاروبارونو تړل کیدو سره د لویو مالي تاوانونو سره مخ شوي دي او که دا لړۍ دوام وکړي نو خواوشا ۲۰ زره مزدوران به روزګارونه وبایلي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د وایرس د مخ نیوي لپاره لوي بازارونه تړلي خو ځنو کاروبارونو ته يي د سختو شرطونو لاندی د کار اجازه ورکړی ده.

د فرنټیر پرنټرز اینډ پیبلشرز د اتحادیې ستر سکتر سلیم الرحمان همدرد بیګاه (اپریل ۲۹) مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، حکومت ورسره مرسته هم نه کوي او د کار اجازه هم نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې د روغتیا د څانګې له خوا چې کوم قواعد اعلان شوي د هغې عملي کولو ته اماده دي خو حکومت دی په دغه بهانه له دوي له خلو ډوډۍ نه تروړي.

همدرد دړکه ورکړه چې که غوښتنې يي نه منل کیږي نو په احتجاج به لاس پوری کوي.

د دغه اتحادیې مشر ظفر خټک وايي د خپلو ستونځو د هواري لپاره يي د خزانې د وزیر او د صوبې د اطلاعاتو د سلاکار په ګډون وخت په وخت د ضلعي انتظامیې د چارواکیو سره کتلي خو تراوسه حکومت په دغه اړه کوم عملي ګامونه نه دي پورته کړی.

نوموړی زیاتوي حکومت ادعاوی کوی چې زیان منو شویو کاروباریانو له قرضې ورکوي، خو دوي قرضې نه بلکه د روغتیا په اصولو دننه د کار اجازه غواړي.

د خیبر پښتونخوا له ښارونو سره سره د افغانستان په کابل او ننګرهار کې هم د چاپه خانو او کتاب پلورونکیو کاروبارونه تړلی پراته ده او د تورخم لارې له تړل کېدو سره دواړه خواو ته د سامانونو وړل راوړل ستونځمن شوي دي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان ویلي چې د کاروباریانو او دوکاندارانو ستونځې يي په پام کې دي خو کاروبارونو او بازارونو په پرانستو سره د ولس ژوند له خطر سره نه شي مخامخولی.

د اپریل په ۲۹ په پیښور کې د صوبې د سوداګرو او صنعتونو د خونې (خیبر پښتونخوا چیمبر او کامرس اینډ انډسټري) د یو پلاوي سره په خبرو کې نوموړی زیاته کړی د وایرس پر ضد د حکومت هڅې به هله بریالې کیږي چې د کاروباریانو په ګډون ټول ولس ورسره په دغه کار کې همکاري او مرسته وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG