د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وهلي له ډاکټرانو ځان پټوي


پر تورخم بندر تېرېدونکي مساپران د کورونا وایرس تر چاڼ تېرېږي
پر تورخم بندر تېرېدونکي مساپران د کورونا وایرس تر چاڼ تېرېږي

ډاکټران وايي، په پاکستان کې داسې کسان هم شته چې له دوی څخه د کورونا وايرس نښې يا علامات پټوي او ځينې خو بېخي هسپتال ته نه ورځي.

په پېښور او کوټه کې هغو پنځو ډاکټرانو چې د کورونا وايرس د ناروغانو علاج کوي د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل، د دوی لپاره دا وخت تر ټولو لوی چېلنج دا دی چې ځينې خلک خپله ناروغي پټوي او يا دوی ته د ځان په اړه غلط معلومات ورکوي.

د زړه یو ناروغ یې روغتون ته راوړ چې کله یې درملنه کېدله نو مړ شو خو کورونۍ یې وروسته راته وویل چې تاسو د کورونا تیسټ وکړی ځکه چې د دوی ناروغ کورونا هم وهلی وو
ډاکټر رضوان کنډی


د خيبر پښتونخوا د ځوان ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر رضوان کنډی وايي، خلک چې علاج ته ورځي نو کوښښ یې دا وي چې ډاکټرانو ته سم معلومات ورنکړي.

''موږ له هغه کسان چې پکې د کورونا وايرس نښې وي راشي او چې کله ورڅخه وپوښتو چې چېرته چېرته مو سفر کړئ، دی او يا په کورنۍ او خپلوانو کې خو مو څوک په کورونا وايرس اخته نه دي نو دوی په دې اړه معلومات راڅخه پټ کړي.''

ډاکټران رضوان کنډی په دې اړه د يوه ناروغه مثال ورکړی چې د ده په وينا د پېښور په حيات اباد ميډيکل کمېپلېکس ته وروړل شو خو د هغه کورنۍ ډاکټرانو ته سم معلومات ورنکړل.

د ده په خبره، دا کس د زړه ناروغي لرله او ډاکټرانو يې علاج وکړ خو چې کله مړ شو نو د کورنۍ يوه غړي يې ډاکټرانو ته وويل چې د دې کس د کورونا ټېسټ مثبت شوی وو نو تاسو هم دا ځان معاينه وکړئ.

هم ورته خبره د پېښور حيات شېرپاو هسپتال ډاکټر شمس وزير هم کوي.

نوموړي هم وويل چې ناروغان ورځي خو چې کله يې طبي تاريخچه جوړوي يا يې د ناروغۍ په اړه معلومات ورڅخه پوښتي نو هغوي ورته پوره حال نه ورکوي.

د کوټې د فاطمه جناج هسپتال د سينې او نري رنځ ته څانګې مشر ډاکټر شيرين خان بيا مشال راډيو ته وويل چې يوه ډله هغه کسان دې چې هسپتال ته ورشي او غلط معلومات ورکړي خو بل هغه ډي چې پکې د کورونا وايرس نښې هم وي خو له سره هسپتال ته نه ورځي.

نوموړی وايي چې ددې درې لاملونه دي.

يو دا چې خلک دا فکر کوي چې که د کورونا ناروغي ولري نو دا يوډول شرم او پېغور دی او بله په خلکو کې يو غلط سوچ دا هم دی چې ګواکې دا يوه مرګونې ناروغي ده او درېیمه وجه دا ده چې ځينې خلک دا ويره لري چې که هسپتال ته ولاړشي او د کورونا معاينه يې مثبته شي نو ډاکټران به يې تر ۱۴ ورځو پورې له کورنۍ بېل کړي او په قرنطېن کې به يې وساتي.

خو ډاکټر شمش وايي چې د کورونا نښې يا په دې اړه له ډاکټرانو څخه مالومات پټول ډېر زيان رسونکی کار دی.

دده په خبره، که يو کس معلومات پټ کړي او تشخېص يې ونشي نو هغه په ممکنه توګه د کورنۍ ټول غړي په دې وايرس اخته کولای شي او په تېره بيا زيات تاوان د کورنۍ د لوی عمر کسانو ته رسېدلای شي.

ډاکټر شيرين بيا وايي چې پرته له دې چې دا کسان کورونا وايرس په نورو خلکو کې د خورېدو سبب کېږي بلکې دا پخپله د دې ناروغه کس په تاوان هم ده.

د ده په وينا، که څوک د کورونا ناروغۍ علامات ولري نو که ډاکټر ته ورشي نو هغه به يې د طبي لارښوونو سره سم علاج وکړي او داسې پام به يې وساتي چې ناروغي يې د مرګ سبب و نه ګرځي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس ناروغيانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي. ډاکټران وايي چې د حکومت ترڅنګ د خلکو مرسته د وبا په مخنيوي کې پرېکنده رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG