د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې غوري مه کوئ: د کورنا وایرس وهلي داکټر نورالله موساخېل پیغام


ډاکټر نور الله خان موساخېل
ډاکټر نور الله خان موساخېل

دکوټې فاطمه جناح هسپتال مشر اېم اېس ډاکټر نور الله خان موساخېل کورونا وایرس اخېستی دی او د ورپېښې ناروغۍ له کبله یې خپلځان ګوښه کړی دی. نوموړي په خپل ویډیو پیغام کي ویلی دي چې هغه د روغتون په لیبارټرۍ کې تر اتوزروزیاتو کسانو کورونا ټیسټونه کړي او خپله هم ورته کورونا وایرس لګېدلی دی. هغه په خپل پیغام کې پر ولس زور ورکړ چې ډېر احتیاط دې کوي.

ډاکټر نورالله موساخېل په خپل دفتر کې
ډاکټر نورالله موساخېل په خپل دفتر کې

د ډاکتر نور الله موساخېل د کورونا وایرس په ناروغی په اخته کېدو د ځوان ډاکټرانو اتحادیې سخته خواشيني څرګنده کړه او ویلي یې دي که د حکومت له لوری په صوبه کې ټولبند سخت نه کړل شو نو په هسپتالونو کې به ټول ډاکټران د کورونا وایرس ښکار شي.

په کوټه کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر یاسر اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د ټولو ډاکټرانو او روغتیاپالو (پیرامیډیکل کارکمندان)کورونا وایرس ټیسټونه دې وکړل شي. د نوموړي په وینا چې د طبي عملې کوم کس چې ټیسټ مثبت راخېږي هغوی دې ګوښه کړل شي.

ډاکټر یاسر اڅکزي زیاته کړه دلته یوازې هغه ډاکټران ټیسټېږي چې ناروغه شي، دی وايي کله چې په یوه وارډ کې یو ډاکټر کورونا وایرس ووهي نو ټول وارډ ورسره بند شي. حکومت د ډاکټرانو دې مسلې ته هېڅ پام نه اړوي.

ډاکټر اڅکزي په وینا که لاک ډاون سخت نه سو نو په نتیجه کي به د کرونا د وایرس د ناروغانو شمېر زیات شي بل پلو ته به زیاتره ډاکټران هم په کرونا اخته او دغه ډول به بیا په هسپتالو کي ډاکټران کم او ناروغان زیات شي.

دیوې پشتني په ځواب کي د ځوان ډاکټرانو د اتحادې مشر زیاته کړه چي اوس هم په ډېرو ځایونو کې ډاکټرانو ته د کرونا وایرس څخه د خوندي کیدولپاره پوره شیان نه دي ورکول شوي.

XS
SM
MD
LG