د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د مذهبي ازادیو د "سختو سرغړوونکو" په کتار کې شامل


په هند کې د شهریت په قانون کې بدلون پراخې مظاهرې وپارولې
په هند کې د شهریت په قانون کې بدلون پراخې مظاهرې وپارولې

واشنګټن - د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېشن هند د "بدترینه" سرغړوونکو هېوادونو په لېسټ کې اچولی دی.

کمېشن د اپرېل پر ۲۸مه، په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په خپل کلني رپورټ کې هند د زورواکه رژیمونو لکه ایران او شمالي کوریا په کتار کې درولی دی.

په رپورټ کې راغلي چې چین ۱۸ لاکه یوغور مسلمانان په کیمپونو کې بند کړي او په روسیه کې د عیسویانو د یوې ډلې پر پلویانو چاپې او بریدونه کېږي.

رپورټ همداراز ویلي چې په پاکستان کې هندوې ښځې په زور مسلمانېږي.

خو دا له ۲۰۰۴ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې کمېشن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې هند د مذهبي ازادیو له پلوه "د ځانګړې اندېښنې وړ" هېوادونو لېسټ ته واچوي ځکه چې حکومتي پالیسیو مذهبي لږکي په نښه کړي.

رپورټ وايي، په ۲۰۱۹ز کال کې د وزیراعظم نرېندرا مودي هندو ملتپاله حکومت یو شمېر توپیري پالیسۍ عملي کړې چې پکې د شهریت په قانون کې بدلون هم شامل دی چې ورسره سم، د افغانستان، پاکستان او بنګلادېش یوازې غیر مسلمانه کډوالو ته د شهریت ورکولو خبره شوې.

نوی دلی د دې قانون دفاع کوي او وايي، توپیري نه دی.

کمېشن د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې ۱۴ هېوادونه د ځانګړې اندېښنې وړ ملکونو نوملړ ته واچوي.

د پاکستان، سعودي عرب او ایران په ګډون نهه هېوادونه وار له مخه په لېسټ کې دي.

البته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا د هند، روسیې، چین، شام او وېتنام په اړه د کمېشن پر سپارښتنه عمل نه دی کړی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG