د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د زمیندارو مسلو ته پام نه کوي: روغانی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو تنظیم (انجمن کاشتکاران خیبر پښتونخوا) مشر نعمت شاه روغانی وایي په صوبه کې د موجوده وبایي صورتحال له وجې زمیندارانو ته ډېر تاوانونه اوښتې دي.

د یوشمېر فصلونو قیمتونه غورځېدلي دي. په ملک کې د روان ټولبند له وجې ډېرې سبزیانې او میوې په پټو کې خرابې شوي دي چه له کبله یې کرونده ګر د ډیرو مالي مشکلاتو سره مخ دي. او بل خوا د حکومت د نه پاملرنې د وجې اوس زمینداران دې ته مجبوره شوي دي چې کر کرونده پرېږدي او نور روزګارونه پيل کړي.

نعمت شاه روغانی وایي په تېرو دوو میاشتو کې بارانونو او په ځینو سیمو کې ږلۍ اورېدو ولاړ فصلونه وهلي دي، چې پکې غنم هم شامل دي.

حکومت د زمیدارو مسلو ته هیڅ پام نه کوي: نعمت شاه روغانی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG