د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کورونا وبا: طبي کارمندان د ټولبند ملاتړي، سوداګر یې مخالف


په کوټه ښار کې د سینې وړیا اېکسرې او نورو ټیسټونو ته په خپل وار انتظار باسي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل
په کوټه ښار کې د سینې وړیا اېکسرې او نورو ټیسټونو ته په خپل وار انتظار باسي. ۲۰۲۰، ۲۴ اپرېل

په پاکستان کې د کورونا وایرس کیسونو شمېره ۱۴۰۷۹ څوارلس زره نهه اویا ته رسېدلی ده.

د اپرېل په ۲۸مه د پاکستان له سرکاري شمېرو سره سم، کووېډ ــ ۱۹ ناروغۍ ټول ۳۰۱ درې سوه یو کسان وژلي دي.

له کورونا وايرس نه تردرې زره زيات کسان روغ شوي هم دي.

د سرکاري ووبپاڼې له مخه له کورونا وايرسه تر ټولو زيات په پنجاب کې ۵۶۴۰ ، په سند کې۴۹۵۶، په خيبر پښتونخوا کې ۱۹۸۴ نورلس سوه څلور اتیاپه بلوچستان کې۸۵۳ ، په اسلام اباد کې ۲۶۱او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير او ګلګت بلتستان کې ۶۵ پنځه شپېته او ۳۲۰ کسان اغيزمن شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره لاک ډاون يا ټولبند د مۍ تر نهمې غځولی دی. د دوشنبې په ورځ د پاکستان وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د کورونا وايرس صورتحال جاج هم اخیستل شوی.

ټولبند مه نرموئ: روغتیاپالي

د خېبر پښتونخوا د پېرامیډیکل اسوسيېشن مشر رویدار شاه د خپلو نوروګڼو

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



کارمندانو سره د اپرېل پر۲۷مه په پېښور پریس کلب کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کرونا وایرس د خورېدو مخنیوي لپاره دې ټولبند نه نرموي بلکې نور دې یې هم سخت کړي. دوی دا غوښتنه هم کوي چې حکومت دې ورته له کرونا وایرسه د مخنیوي لپاره حفاظتی سامانونه ورکړي. دوي وايي د کرونا مریضانو په لړ کي د هغويپیرامیډیکل کارمندان په تر ټولو خطرناکو ځایونو کې خپلې دندې ترسره کوي. تردې دمه د هغوي ۲۰ پیرامیډیکل ملګري د کورونا وايرس ښکار شوي دي.

د پېرامیډیکل ایسوسي اېشن له مشر رویدار شاه او د هغه له نورو ملګرو سره د مشال خبریال غلام غوث تفصیلي خبرې دلته اورېدلی شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


ټولبند کې نرمي غواړو: سوداګر

په پېښور پریس کلب کې د اپرېل پر۲۷مه د پېښور د سوداګرو ټولنو په خبري کانفرنس کي ویلي دي چې د ټولبند له وجې له سختو مالي تاوانونو سره مخامخ شوي دي او د هغوی لپارهدې د ټولبند نرمولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړل شي. حکومتي چارواکو تر دې دمه د تاجرانو د دې غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو حکومت دریځ لري چې د کورونا وایرس د خوریدلو د مخنیوي لپاره بازارونه او د ضلعو ترمینځ د ګاړو تګ راتګ تړلې دي . نور تفصیل دلته د غلام غوث په راپور کې واورئ

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د بلوچستان تجارو د کرونا وایرس څخه د خوندي کیدو لپار ه د کرفیو لګو لو وړاندیزرد کړې او ویلي دي چې ټولبند دې نرم کړل شي خو حکومت ویلي دي که د کرونا وایرس کیسونه زیات شول نو دوی به ټولبند نور هم سخت کړي.

له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور دلته واورئ

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


پرې مو ږدئ

د کرونا وایرس خواریدو پس چی غلام خان بندر هم تړل شوی، نو په بندر افغانستان ته مال وړونکي د شمالي وزیرستان لکي مروت او خوا او شا ګاډي او ډرایورانله تېرو ۴۰ ورځو ایسار دي. دوی وايي کورنۍ یې اندېښمنې دي، بیا بیا وخت ورکوي، خو دولت هېڅ انتظامات نه کړي.

د عمر وزیر راپور پر لاندیني لینک واورئ

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:00 0:00

د سیند ګورنر کورونا وایرس وهلی

د پاکستان د سند صوبې ګورنر عمران اسماعیل د اپریل پر ۲۷مه پر خپله ټویټر پاڼه کښلي چې د کوویډ ۱۹ ټیسټ یې مثبت راغلی دی او مقابله به یې کوي.

د عمران اسماعیل د کورونا وایرس معاینه د اتوار پر ورځ شوی وه چې نتیجه یې د ګل پر ورځ راغله.

په پاکستان کې سند لومړۍ صوبه وه چې د کرونا وایرس په وبايي صورتحال کې یې سخت لاک ډوان عملي کړ. دغلته د اپوزیشن ګوند پيپلز پارتۍ حکومت دې.

په ټول پاکستان کې نیمه ټولبند دې خو د سند حکومت سخت ګامونه اخیستي او تجارتونه او دوکانونه یې تړلي دي. په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړې کېس په سند کې رپورټ شوی و.

بلخوا د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وايرس له وجې له ټولبند نه د متاثره شويو وړو کاروبارونو لپاره د پنځوس اربه روپو او له ملازمت نه د لېرې کړل شويو په ګډون د دياړي مارو لپاره پنځه اویا ۷۵ اربه روپو امدادي پيکج اعلان کړی دی.

پرون دوشنبه په اسلام اباد کې د صنعت وفاقي وزير حماد اظهر خبري کانفرس ته وويل چې اقتصادي رابطه کميټۍ دې پروګرام ته د وزيراعظم وړکې کاروبار امدادي پيکج نوم ورکړی او له دې به پنځه دیرش ۳۵ لاکه کاروباريان ګټه پورته کړي.

وفاقي حکومت دا اعلان په داسې حال کې کې چې په پاکستان کې تاجرانو او کاروباريانو له حکومته د مرستو غوښتنه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG