د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د ورېرې وژونکی لاهم نه دی ګرفتار


تېره اونۍ د پېښور په ارباب روډ سیمه کې په یوه کور کې یوه تره خپله اووه کلنه ورېره د شورو کولو له کبله وژلې وه او بیا تښتېدلی وو خو شپږمې ورځې له تېرېدو ورستو هم لا ملزم فضل حیات نه دی نیول شوی

د پېښور تاکال تاڼې یوه چارواکي رحم تاج مشال ریډیو ته ږغ نه خپرولو په شرط وویل چې اپرېل پر ۲۲مه د اووه کلنې ماشومې عیشال پلار دوی ته رپورټ کړی وو چې لور (عیشال) یې ماښام په کور کې لوبې کولې چې بره چت کې یې ورور او د ماشومې تره فضل حیات اوسېږي، د دوی په شور غوسه شو او په عیشال یې ډز وکړو چې به نتیجه کې ماشومه مړه شوه.

ملزم فضل حیات له پېښې پس تښتېدلی دی چې لا تر دې دمه نه دی نیول شوی خو ریاتوي چې لټون یې روان دی. د دغې پیښې ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو له تېرو دوو ورځو راهسې چلېږي چې پکې د ماشومانو او زنانو اوازونه او بیا پر بره چت ډز هم اورېدل کېږي.

XS
SM
MD
LG