د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ټيسټونه زياتوو: سجير عالم


په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ټيسټونه زياتوو: سجير عالم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي په صوبه کې د کورونا وایرس کېسونو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي. د خیبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزیر ویاند سجیر عالم د اپریل پر ۲۳مه مشال ریډیو ته وویل دا وخت په صوبه کې د ورځې په حساب تر ۱۵۰۰ ټیسټونه کېدای شي‌ خو په راتلونکو څو ورځو کې به دوی هره ورځ د ۲۰۰۰ ټیسټونو کولو جوګه وي. نوموړي وویل د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر کم دی خو زیاته یې کړه په زیاتو ټیسټونو سره ښایي زیات شمېر کېسونه مخې ته راشي. خو سجیر عالم وویل چې حکومت هر قسمه حالت ته تیار دی او پوره کوشش کوي چې تر هر ممکنه حده ناروغانو او روغتیايي کارکونکو ته سهولتونه ورکړي. ملیحه امیرزاده له سجیر عالم سره مرکه کړې.

XS
SM
MD
LG