د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې په بلوچستان کې ګرځبندیز ولګوي: ډاکتران


کورونا وايرس او د کوټې تړلي بازارونه
کورونا وايرس او د کوټې تړلي بازارونه

کوټه - په بلوچستان کې د ځوانو ډاکترانو سازمان (ینګ ډاکټرز اسوسيېشن) د اپرېل پر ۲۶مه له صوبايي حکومته وغوښتل چې په چټکۍ د وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره دې په سیمه کې ګرځبندیز ولګوي.

د سازمان مشر ډاکتر یاسر اڅکزي په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې د ناروغۍ د خپرېدو یو لامل په ټولبند (لاکډاون) کې نرمي ده.

د اڅکزي په خبره، حکومت دې د وایرس د خپراوي مخنیوي په موخه ۱۵ ورځنی ګرځبند اعلان کړي.

ده همداراز پر حکومت غږ وکړ چې په صوبه کې دې د کورونا وایرس د معاینو شمېر لوړ کړي.

اڅکزی وايي، اوسمهال هره ورځ تر ۴۰۰ پورې ټېسټونه کېږي چې ناکافي دي.

خو صوبايي حکومت د ډاکترانو د ګرځبندیز غوښتنه رد کړې.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي، د کرفیو اړتیا نشته البته ټولبند یې سخت کړی دی او په بازارونو کې یې د خلکو پر ګرځېدو له بندیز سره سم، ځینې سرغړوونکي ګرفتار کړي دي.

شاهواني همداراز زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت د کورونا وایرس د ټېسټونو شمېر لوړوي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۲۶مې تر مازیګره په بلوچستان کې ۷۲۲ کسان وایرس وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG