د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د "ثور د اوومې کودتا" ۴۲ کاله پوره شول


سردارمحمد داوود خان له ۱۹۷۳ز کال راهیسې واکمن وو
سردارمحمد داوود خان له ۱۹۷۳ز کال راهیسې واکمن وو

د اپرېل ۲۶مه د افغانستان د لمریز کال د غويي یا ثور میاشتې له اوومې سره سمون خوري.

د ۱۹۷۸ز کال (۱۳۵۷ل) د اپرېل پر ۲۶مه د سردار محمد داوود خان پر واکمنۍ کودتا شوی وه.

له هغې کودتا اوس ۴۲ کاله تېر شوي خو په افغانستان کې یې نښې لا هم لیدل کېږي.

یو شمېر پخواني جهادي مشران د غويي د اوومې نېټې کودتا په افغانستان کې د بحران د پیل نېټه بولي.

پخوانی جهادي مشر او د سولې د عالي شورا غړی محمد امین وقاد وايي، په افغانستان کې د اوسنیو ناخوالو او ناورین "ټوله پړه" د غويي د اوومې نېټې د کودتا کوونکو پر غاړه ده.

ځینې شنونکي هم په همدې اند دي.

د افغانستان د علومو اکا‌دمۍ غړی حبیب الله رفیع وايي، د اپرېل پر ۲۶مه، د افغانستان پر "خپلواکۍ برید" وشو او له هماغې ورځې تر ننه، هېواد له بحران سره مخامخ دی.

رفیع زیاتوي، هغې کودتا په افغانستان کې د بهرنیو "لاسوهنې" ته "زمینه برابره" کړه.

له ننه ۴۲ کاله مخکې، د کودتا پر مهال د سردار محمد داوود خان له وژنې سره د هغه حکومت ړنګ شو.

د افغانستان د خلق ډېموکراټیک ګوند نورمحمد تره‌کی د نوي حکومت مشر کړ.

یو شمېر مذهبي او ښي لاسو ډلو د افغانستان د خلق ډېموکراټیک ګوند د واکمنۍ پر ضد وسله والې هڅې پیل کړې او د ۱۹۷۹ز کال په ډېسېمبر کې افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له داخلېدو سره سم یې پر وړاندې جهاد پیل شو.

تر کودتا کلونه وروسته، د افغانستان د لومړني ولسمشر سردار محمد داوود او د هغه د کورنۍ د ۱۷ غړیو هډونه د ۲۰۰۸ز کال په دوبي کې کابل ته څېرمه د څرخي پله د پوځي پوليګون په سيمه کې وموندل شول چې د هغه مهال حکومت خاورو ته ورسپارل.

محمد داود خان چې د کودتا مشرانو ته يې له تسليمېدو ډډه وکړه، له خپلو درې زامنو، دوو لوڼو، يوازيني ورور، خور او د غېږې د کوچنيانو په ګډون لمسيانو سره يو ځاى د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې وژل شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG