د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: طالبان دې پر "بشري بنیاد" اوربند وکړي


خلیلزاد وايي طالبان دې بریدونه نه کوي
خلیلزاد وايي طالبان دې بریدونه نه کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی دی چې روژې او د کورونا وایرس وبا ته په کتو دې پر بشري بنیادونو اوربند وکړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره د اپرېل پر ۲۶مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ده.

نوموړي ویلي چې طالبان باید تشدد کم کړي او د کورونا وایرس تر ختمېدو د خپلو بریدونو لړۍ ودروي.

نوموړي دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې طالبانو د اپرېل پر ۲۴مه په بادغیس کې لږ تر لږه ۱۳ حکومت پلوه ځواکونه ووژل.

تر دې مخکې طالبانو د افغان حکومت له خوا د روژې په میاشت کې د اوربند خواست رد کړی وو.

خو طالبانو د خلیلزاد غوښتنې په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG