د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې له کورونا لومړی ډاکټر ومړ


ډاکټر محمد جاوېد
ډاکټر محمد جاوېد

په پېښور کې یو ډاکټر د کورونا وایرس له وجې مړ شو. چارواکي وايي، ۵۳ کلن محمد جاوید چې د حیات اباد میډیکل کمپليکس ډاکټر و، د اپرېل پر ۲۵مه وفات شو.

نوموړی د خیبر پښتونخوا لومړی ډاکټر دی چې د کورونا وایرس له کبله مړ شوی دی.

د حیات اباد میډیکل کمپلیکس چارواکي وايي چې ډاکټر محمد جاوید د چارسدې د تنګي اوسېدونکی او د پوزې، غوږونو او مرۍ د رنځونو متخصص و.

د روغتون په وینا ډاکټر جاوید له تېرې یوې اوونۍ راهېسې په عاجله خونه کې تر درملنې لاندې و.

په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو د اتحادیې مشر داکټر عامر تاج د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته ویلي چې دا مهال په صوبه کې له ۴۰ ډېر ډاکټران او د طبي عملې نور غړي د کورونا په وایرس اخته شوي دي.

نوموړي په دې د خپلې خواشینۍ څرګندونه وکړه چې نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي، چې په نتیجه کې يې د رنځورانو شمېره په ډېرېدو ده او په روغتونونو فشار ډېر شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG