د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې له درو زرو زیات تبلیغیان قرنطین شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ۳۰۰۰ زیات تبلیغیان قرنطین کړي دي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني د اپرېل پر ۲۴مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل، حکومت د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بیلابېل ګامونه پورته کړي دي چې پکې د تبلیغیانو قرنطین کول هم شامل دي.

د نوموړي په وینا دغه تبلیغیان چې شمېر یې ۳۳۶۶ دی، د بلوچستان صوبې په یو شمېر جوماتونو کې له نورو خلکو ګوښه ساتل شوي دي.

نوموړي همدا رنګه وویل چې په ایران کې د کورونا وبا د خپرېدو نه پس پاکستان ته د ستنو شویو زایرینو ټوله شمېره ۱۰ زرو ته رسېدلې ده.

د بلوچستان د حکومت ویاند دا هم وویل چې د تراویح د لمانځه پر مهال د لمونځ کوونکیو او د هغوی د صفونو تر منځ د فاصلې ساتلو امر هم خلکو ته شوی دی.

د کوټې یو دیني عالم مولانا انوارالحق حقاني مشال راډیو ته وویل، په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال د خلکو ترمنځ د واټن د مراعتولو په خاطر پر فرشونو سرې او زرغونې کرښې هم ویستل شوي دي.

د روغتیا د چارواکو په وینا په بلوچستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۹ نور کسان پر کورونا اخته شوي چې ورسره په هغه صوبه کې د کورونا وړجنو کسانو شمېر ۶۵۶ ته پورته شوی دی. په ټول پاکستان کې بیا دا شمېره له ۱۱ زرو اوښتې ده.

د بلوچستان د روغتیا ادارې مشر ډاکټر سلیم ابړو وايي، په هغه صوبه کې له کورونا ۱۶۷ کسان بیرته جوړ شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG