د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د کورونا وبا ټولبند د ښځو واړه کاروبارونه اغېزمن کړي


پېښور کې ښځې ګنډل زده کوي
پېښور کې ښځې ګنډل زده کوي

د کورونا وایرس او ټولبند حالاتو په خیبر پښتونخوا کې پر وړو کاروبارونو اثر کړی دی.‌ په دې کې هغه تجارتونه هم دي چې ښځې یې چلوي.‌

په پېښور کې د (درشل) په نوم یو کاروبار کورونو ته د خلکو ارډر شوی سودا وررسوي.

د درشل مشره عابده جیلاني وایي د کورونا وایرس له امله یې هغه شان خرڅ نه کېږي لکه څنګه به چې مخکې کېدو. نو په داسې حالاتو کې د پیسو ګټلو غوره لاره انلاین کاروبار دی.

"ډېر لوی لوی تجارتونه په مشکللاتو کې راغلل، زموږ خو ډېر وړوکې کاروبار دی.‌ د انلاین علاوه هم زموږ داسې ګاهکان دي چې په ډېر احتیاط سره موږ له راځي خو زموږ کوښښ وي چې انلاین وکړو. په انلاین کې تر ټولو ښه ذریعه فېسبوک او انسټا ګرام دی. خو تجارتونه بالکل ودریدو. چېرته چې یوه ورځ ۲۵ یا ۳۰ ښځې راتلې او زموږ نه به یې سامان وړی او خرڅولی او چېرته بیا داسې چې له ویرې یو کس هم نه راځي.‌ نو ډېر زیات منفي اثر ورباندې پریوتې دې"

خو په پېښور کې کاروبار لرونکی نسیم ریاض وايي د ټولبند له امله د خلکو کاروبارونه وتړل شو نو ځکه نه شي کولای د مخکې په شان پر ګاهکانو سامان خرڅ کړي.‌

"زما خو د لاسونو جوړ جیولري (کالیو) او د روایتي دستکولونو او جامو کاروبار دې.‌ ښځې ټولې په کورونو کې کېناستې او زموږ ټول کاروبار له ښځو سره تړلې دی. نو اثر خو داسې پریوتی دی چې ښځې راته بس ټېلېفون وکړي چې کله یې څه پکار وي،‌دا هم زموږ همیشتي ګاهکان وي. نو بس څه ټکا ټوکه روانه خو سم کار نشته. د سوشل میډیا نه خو مو ګټه پورته کړې ده خو د خلکو کاروبارونه بند شول. ګاهک خو به هله وي چې پیسې ورسره وي.‌چې پیسې نه وي نو بیا که ان لاین کار ته هم کېنې نو هغه شان ګټه خو نه کېږي لکه څنګه چې په عامو حالاتو کې وي."

شیمه یوسف وار له مخه په پېښور کې د کېکونو انلاین کاروبار کوي. شیمه مشال راډیو ته وویل ټولبند یې پر کاروبار اثر ضرور کړی دی ځکه چې د احتیاطي تدابیرو له مخه یې کارکوونکي کار ته نه ورځي‌ نو نه شي کولای چې په زیات شمېر کې ارډرونه واخلي.‌

"ارډرونه خو راته راځي ځکه چې موږ خو مخکې نه په کور کې کېکونه جوړوو.‌خو زما کارکونکي چې مخکې به راتلل د وایرس د خطر له امله اوس کار ته نه راځي. د هغې له وجې زه یوازې هر څه کوم. ارډرونه موږ زیات نه شو اخیستې او چې کوم مخکینی سامان راسره پروت دې،‌ له هغې نه کېکونه جوړوم ځکه چې دوکانونه او هر څه خو بند دي."

په لاهور کې د ویمن ډیجیټل لیګ په نوم یوه کمپني‌په کاروباري‌هلو ځلو کې د ښځو مرسته کوي‌او پوهه ورکوي چې واړه کاروبارونه څرنګه پیل کړل شي. د کمپنئ مشره ماریه عمر وايي ټولو ښځو ته مشوره ورکوي چې د خپل تجارت د راتلونکي په اړه پر پلان او سټراټیژئ کار وکړي

"زموږ خویندی چې کوم کاروبارونه کوي‌، هغه زیاتره له کورونه نه په وړه کچه کېږي.‌ په هغوی کې دومره طاقت نه وي‌چې څه مشکل وخت راشي لکه دا اوس چې کومه وبا راغله، نو د هغې زور وزغمي‌. دوی اضافي پیسې نه لري‌ او چې څه ګټي د میاشت په حساب هم هغه پر خپل کاروبار لګوي.‌دا یو ښه وخت دی چې دوی سوچ وکړي چې د خپل تجارت د راتلونکي‌ لپاره څه سټراټیژي باید جوړه کړي.‌ پر دې سوچ وکړي چې خپله ویب پاڼه څرنګه ښه کړل شي. په فیسبوک یا انسټا ګرام د خپل تجارت لپاره څنګه تصویرونه او مواد واچوي او په کوم وخت او په ورځ کې یې څو ځله واچوي"

دوړو تجارتونو چلونکی میرمنې وايي‌،د هر څه له مخه دا ضروري ده چې له احتیاط نه کار واخیستل شي او پر ټولو احتیاطي تدابیرو په عمل سره د ګاهکانو ضرورت پوره کړل شي.‌

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG