د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د جمیعت علمای اسلام ف یو مشر مولانا عبدالله ووژل شو


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

جمیعت علمای اسلام (ف) وايي، د هغوی یو مخکښ دیني عالم مولانا عبدالله نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د جمیعت علمای اسلام د نوښار ضلعې یو مقامي مشر مفتي حاکم علي د اپرېل پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل، دا پېښه په ماڼکي روډ، ارمر کالونۍ کې د اپرېل پر ۲۳مه، هغه مهال رامنځ ته شوه چې مولانا عبدالله د ماښام له لمانځه وروسته له جوماته کور ته پر لاره و، په څو ناستو کسانو پرې ډزې کړي دي.

"هغه د ماښام لمونځ په جومات کې اداکړو، هغه کور ته په لاره روان و، تیاره وه، هلته په بوټو کې کوم کس پر موټر سایکل ناست و، مولانا صیب پرې سلام هم اچولی، خو هغه پرې ډزې کړې دي."

مفتي حاکم علي وايي، مولانا عبدالله به هېچا سره دښمني یا تربګني نه لرله او هغوی نه پوهېږي چې د پېښې تر شا به د چا لاس وي؟

د نوښار د پولیسو مشر ډي پي او کاشف ذوالفقار، د اپرېل پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل، پولیس د پېښې پلټنې کوي:

"مولانا عبدالله دلته په یوه مدرسه کې مدرس او امام و، هغه اصلا د چارسدې د سر ډېرو اوسېدونکی وو. پر هغه پر موټر سایکل سپاره کس چې هلمټ یې هم پر سر و، ډزې کړي دي. د راپورونو له مخې، د غه کس اول څو منټه د مولانا سره خبرې کړي او بیا یې پرې ډزې کړي دي. زموږ لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا د شخصي دښمنۍ پېښه نه ده. نو تر اوسه پورې موږ لپاره دا یوه ګونګه معامله ده."

ډي پي او کاشف ذوالفقار وايي، تر اوسه یې د دې قتل په تور څوک نیولي نه دي، خو پلټنې یې روانې دي. هغه وايي د نوښار ضلع پر امنه ده او داسې پېښې کمې مخې ته راځي او هغوی به زر وتوانېږي چې د پېښې تر شا لاس لرونکيو کسانو ته ځانونه ورسوي.

هلته په نوښار کې د جمیعت علمای اسلام ف ګوند پلویانو د مولانا عبدالله د وژنې خلاف د اپرېل پر ۲۳مه او ۲۴مه، تر څه ساعته پورې مظاهرې هم وکړې. د یاد ګوند ویاند او مخکښ جلیل جان د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې د هغوی د ګوند یو شمېر نور مشران هم په نښه شوي دي.

" په نوښار کې مولانا عبدالله ووژل شو، تر دې مخکې پېښور کې یې قاري یونس او د هغه ملګري په نخښه کړل، هلته په کوټه کې هم داسې پېښې شوې دي. دا د حکومت لپاره د فکر شېبه ده چې ولې د دیني عالمانو ساتنه نه شي کولی."

په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر دې وړاندې د نورو سیاسي ګوندونو پر مشرانو هم دا ډول بریدونه شوي چې پکې د هغوی مخکښ مشران په نخښه کړل شوي دي.

په دې لړۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو د وژنې کچه تر نورو ګوندونو لوړه ده. خو حکومت وايي، په صوبه کې امنیت تامین دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG