د افغانستان حکومت د روژې میاشتې له پیل سره ۵۵ نور طالب بندیان خوشې کړي دي.
د قامي سلامتۍ د کونسل ویاند جاوید فیصل په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بندیان يې په نهو ولایتونو کې د اپرېل پر ۲۲ مه خوشې کړي دي.
نوموړي زیاته کړی دغه فیصله په افغانستان کې د سولې پر ځای کولو او کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د روانو هلو ځلو برخه ده.
د افغانستان حکومت د اپرېل اتمې نېټې راهیسې له ۴۸۰ ډېر طالب بندیان خوشې کړي.
بلخوا له طالبانو د بنده ۶۰ افغان سرتېري او د دفاع وزارت غړي خوشې شوي دي.
د دې سره سره ولسمشر اشرف غني د روژې پر مهال پر طالبانو په داسې حال کې د د اوربند غږ کړی چې په دغه هیواد کې په ۱۲۷۰ کسانو کې د کورونا وایرس موندل شوي او ۴۲ نور ترې مړه شوي دي.
د فېسبوک تبصرې