د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت لسګونه طالب بندیان خوشې کړي


ارشیف، له بند نه ازاد شوي طالبان
ارشیف، له بند نه ازاد شوي طالبان

د افغانستان حکومت د طالبانو لسګونه زندانیان د څو ولایتونو له زندانونو خوشې کړل.

تر دې مخکې طالبانو یو شمېر زندانیان ازاد کړي وو، دا هڅې په دې خاطر روانې دي چې د سولې بین‌ الافغاني خبرې پيل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په دې خبرو کې باید د جګړې د قربانیانو کورنۍ هېرې نه‌ شي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، تر هغو چې د جګړې د قربانیانو د کورنیو غړو ته پاملرنه ونه‌ شي، تل‌پاتې سوله چې پر عدالت ولاړه وي، نه‌ شي ټینګېدلی.

د دې کمېسیون د خپرونو او اړیکو د برخې مشر ذبیح‌ الله فرهنګ ازادي راډيو ته وویل: "د سولې د پلي کېدو مېکانیزم په ټولو هېوادونو کې پر دې بنسټ ولاړ دی چې د جګړې د قربانیانو د کورنیو د غړو غوښتنو ته به پاملرنه کېږي، سوله هغه وخت ممکنه ده چې دایمي، واقعي او عادلانه وي چې د جګړې د قربانیانو د کورنیو غوښتنو ته پام وشي. په وروستیو ۱۰ کلونو کې یعنې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۹ پورې په افغانستان کې د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې ۸۶ زره ۸۲۳ ملکیان چې وژل شوي دي د جګړې د ښکېلو لورو له‌ خوا ثبت شوي دي."

افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د اپرېل پر ۲۱مه د جګړې د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره د یوه وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل چې د دې غونډې هدف دا و چې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته ډاډ ورکړو چې نه‌ یې هېروو.

هغې زیاته کړه: "د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې وزارت هڅه کوي چې د جګړې د قربانیانو او زیانمنو د استازو د مخامخ حضور زمینه برابره کړي څو په دې توګه د سولې په اړوندو پرېکړو کې حضور ولري او د سولې په بهیر کې به خپل غږ لري."

د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشې کوي

د هغې موافقت‌ نامې له مخې چې امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړه ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۱۰مه بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

د دې خبرو لپاره تر ۵۰۰۰ پورې د طالبانو د زندانیانو خوشې کول او د دې په بدل کې تر ۱۰۰۰ پورې د افغان حکومت د بندیانو ازادول د خبرو د پیلېدو د وار له مخه شرط په ډول ګڼل شوي دي، خو پر دې نېټې تر ۴۰ ورځو ډېر وخت تېر شوی دی او لاهم معلومه نه‌ده چې دا خبرې به کله پیلېږي.

قطر کې د هوکړې لاسلیک
قطر کې د هوکړې لاسلیک

په دې ترڅ کې د افغانستان حکومت د اپرېل پر ۲۱مه له زندانونو د ۷۱ طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په ټویټر کې ولیکل چې دا کسان د اوو ولایتونو، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، فاریاب، ارزګان او بغلان له زندانونو ازاد شوي دي.

له دې سره د اپرېل له اتمې راپه دې خوا د افغان حکومت له زندانونو د خوشې شویو طالبانو شمېر ۴۳۲ ته ورسېد او د اپرېل له ۱۲مې راهیسې طالبانو ویلي دي چې دوی د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تنه له بنده ازاد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG