د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزشن ګوندونه ولې د سياسي مصلحتونو ښکار دي؟


د ۲۰۱۹ کال نومبر مياشت کې په اسلام اباد کې مخالفو ګوندونو به اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي ناسته کړي وه.
د ۲۰۱۹ کال نومبر مياشت کې په اسلام اباد کې مخالفو ګوندونو به اسلام اباد کې د حکومت ضد احتجاجي ناسته کړي وه.

په پاکستان کې اپوزشن ګوندونو د روان کال په لومړيو کې حکومت ضد مظاهرې او احتجاجي ناستي شروع کړي وي چې حکومت يې تر څه حده تر فشار لاندې راوستی وو. د دي ترڅنګ په ځينو اييني مسلو هم د متحده اپوزشن خبري منلي وي. خو په دا وروستيو او موجوده کورونا وبا په وخت کې اپوزشن متحرک نه ښکاري.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو مشال راډيو ته وويل چې پارليمان غونډه نه کېږي ځکه اپوزشن ګوندونو دريځ مخي ته نه راځي.

افتاب شپرپاو
افتاب شپرپاو

افتاب شيرپاو زياته کړه: ​(اوس ټولو ته دا خبره په ډاکه شوي چې عمران خان کې د مشرتابه صلاحيت نشته. د ځوانانو او ولس دا خيال وو چې په موجوده هنګامې حالاتو کې به ټول ځان سره رايوځای کړي. صوبې په خپلو لارو رواني دي. په دې حالاتو کې اپوزشن رايوځای کيدل ضروري دي او په راتلونکې دوو مياشتو کې به لايحه عمل جوړ شي.)

د کورونا وايرس له وجې اپوزشن ګوندونو مشران په خپلو کورونو پوري محدود شوي دي. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق مشال راډيو ته وويل چې په موجوده حالاتو کې حکومت او اپوزشن دواړه محصور شوي دي، خو مخالفو ګوندونو مشران د ټيلي فون له لاري په رابطو کې دي. سراج الحق وويل چې اپوزشن ګوندونه حکومت ته لارښونه کوي.

نوموړي زياته کړه:

سراج الحق
سراج الحق


(د پيپلز پارټۍ خپله مسله ده. هغو په سند کې حکومت بچ کول غواړي. هغوي هر وخت له وفاق سره لفظي جګړي کې اخته يې. د مسلم ليګ نون لويه مسله د احتساب مقدمې دي. هغه حل کول دي. پر هغوې د احتساب ادارو لخوا فشارونه دي او له هغې څخه ځان بچ کولو لپاره اواز نه پورته کوي. دغه دواړه پارټۍ ځکه اواز نه پورته کوي چې اول ځان دي بيا جهان دي.)

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې اوس هغه اپوزشن پاتي نه دي چې څه رنګه پخوا وو. کاکړ وويل چې دوه لوي سياسي ګوندونه نه غواړې چې د حکومت ضد تحريک وچلوي.

ده زياته کړه:

سېنېټر عثمان کاکړ
سېنېټر عثمان کاکړ


( داسي اپوزشن دي چې د حکومت خلاف تحريک چلول نه غواړي. د لومړۍ ورځې نه پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعيت علما اسلام ورته وويل چې اسمبلۍ ته به ځو، حلف به نه اخلو خو دوي نه منله. تر کورونا مخکې کومه ګرانۍ وه، بد حالې وه، ډير زيات سخت حالات وو خو دغو ګوندونو هيڅ نه کول. که مسلم ليګ ن دی، که پيپلز پارټۍ ده او نور مخالف ګوندونه دي، هغوي فرينډلې يا دوستانه اپوزشن رول ترسره کوي.)

ځيني سياسي ګوندونه دا دريځ لري چې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ سياسي مصلحتونه لري ځکه دا کمزوري راښکاره کېږي. خو د مسلم ليګ ن سېنېټر پير صابر شاه مشال راډيو ته وويل چې په ملک کې د احتساب په نامه کاروايو له وجې اپوزشن يو نه دي.

دوي وويل: ​(په اخرۍ کې به ټول رايوځای کيږو. خو د ټولو خپلې خپلې مسلې دي. بليک ميلنګ کېږي او ګوندونو کې خپلې کمزورۍ هم موجودي دي. زموږ د مشرانو نمګړتياوي هم شته.)

بلخوا د پيپلز پارټۍ سېېټر بهرمند تنګي مشال راډيو سره خبرو کې دا خبره رد کړه چې ګواکې د دوي ګوند سياسي مصلحتونو ښکار دی.

دوي وويل: (زموږ د پارټۍ مشر په پارليمان کې ويلي وو چې موږ وزيراعظم نه غورځوو بلکې دی به خپله ځان غورځوې. اپوزشن رايوځای کيدل ضروري دي خو په موجوده حالاتو کې سياست پکار نه دي. دې وخت کې موږ له وزيراعظمه خواست کوو چې له دې مشکل حالاتو څخه راويستو لپاره ټولو سره په ګډه کار وکړي.)

خو د پاکستان واکمن تحريک انصاف ګوند په وار وار ويلي دي چې اپوزشن ګوندونو سره د حکومت ضد تحريک چلولو هيڅ جواز نيشته او په موجوده حالاتو کې ضروري قانون سازي او نورو حکومتي چارو لپاره اقدامات کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG