د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ دوه مياشتنی بندیز لګوي


ټرمپ د کورونا وبا مخنیوي لپاره امریکا ته د کډوالو ورتګ ځنډوي
ټرمپ د کورونا وبا مخنیوي لپاره امریکا ته د کډوالو ورتګ ځنډوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې هغه به دغه هېواد ته د کډوالو پر ورتګ موقتي بندیز ولګوي.

نوموړي پرون [د اپريل پر ۲۱مه] په سپينه ماڼۍ کې د وينا پر مهال وويل چې هغه به په دې لړ کې يو اجرايي امر لاسليک کړي چې له مخې به يې د ګرين کارډ يا مستقل استوګنې سند په ورکولو کې د دوو مياشتو لپاره وقفه راشي.

ټرمپ ويلي چې دا ګام يې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د ځايي کارمندانو د کار ژغورلو په خاطر پورته کړی دی.

په امريکا کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د ټولبند په نتيجه کې تر ۲۲ میليونه زياتو امريکايانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

ټرمپ ويلي چې دا به له امريکايانو سره ناانصافي او ناسم چلند وي چې د دوی ځای له بهره راغلي کډوال ونيسي.

په امريکا کې کورونا وايرس تر دې دمه تر ۴۵ زره زيات کسان وژلي او بلخوا تر اته لکه ۱۹ زره زيات کسان په دې وبا اخته شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG