د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن له لارې د پاکستانیو وګړو ستنېدنه پیل شوه


چمن بندر
چمن بندر

د چمن ــ سپین بولدک له لارې له افغانستانه د هغه پاکستانیو وګړو راستنولو لړۍ سر له ننه پیل شوې چې د کورونا وایرس خپرېدو پس د پولې تړل کېدو یې تګ درولی وو.

په چمن کې د چارواکو په وینا راستنېدونکې کسان به د کورونا وایرس له چاڼه تېرېږي او کوارنتین کېږي به او زیاتوي دوې ورځې پس چې یې د ټیسټ نیتجي راشي نو د مثبتو پېښو کسان به خپلو خپلو صوبو ته لېږل کېږي او د منفي نتیجو هغو به تر ۱۴ ورځو په کوارنټین کې وي.

په دې ترڅ کې د کلا عبدالله روغتیا ادارې مشر رفیق مینګل خبریالانو ته ویلي دي د چمن له لارې پر راستنېدونکي پاکستاني وګړو به لومړی جراثیم کش دوا پاشل کېږي بیا به یې کوارنټاین کوي.

د نوموړي په وینا چې په لومړنۍ ورځ ۱۷ کسان راغلي دي په دوی کې زیاتره موټروانان دي چې د خبیر پښتونخوا او پنجاب صوبو دي.

د چمن چارواکو په وینا دا مهال د چمن هغې غاړې ته اته سوه وګړي پاته دي چې تر روزې مخکې به یې راواړوي.

بل لور د بلوچستان سوداګرو له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې یې خوراکي توکي بند پاتې دي باید چې پاکستان ته د وروړلو اجازه ورکړل شي.

په چمن کې د بلوچستان تجارو اتحادیې یوه مشر عصت الله خان په یکشنبه تر خبري کانفرنس وروسته مشال راډیو ته وویل، د تجارت د بندش له امله د پاکستانيو تجارو په کروړنو روپۍ مالي زیان اوړي او که تجارت دغه ډول بند وساتل شو نو د پاکستان تجار به له لوی مالي زیان سره مخامخ شي.

د کرونا وایرس خپرېدو پس د مارچ له دوهمې نېټې راهیسې د چمن له لارې د پاکستان او افغانستان سرحدي پوله د هر ډول تګ راتګ او تجارت پر مختړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG