د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې یو عسکر وژل شوی او څلور تنه ټپي شوي‌


د پاکستان عسکر په شمالي وزیرستان کې
د پاکستان عسکر په شمالي وزیرستان کې

پراګ - د پاکستان امنیتي چارواکې وايي په شمالي وزيرستان کې په بريد او ډزو کې يو سرتېری وژل شوی او د يوې مېرمنې په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

د مشال راډيو خبريال د امنيتي چارواکو له خولې وايي بېګا ناوخته ناڅرګنده وسله والو په بويه سيمه کې پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی چې پکې يو سرتيری وژل شوی او درې ژوبل شوي دي.

چارواکي زياتوي چې تر دې وروسته د وسله او امنيتي سرتېرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې يوه مېرمن په کور دننه ژوبل شوې ده.

وسله والو ته د اوښتي زيان په اړه چارواکو څه نه دي ويلي. ازادو سرچينو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو امنیتي چارواکي وايي چې سیمه يې په ولکه کی اخستې، د لټون عملیات يې پیل کړي، او بویه دته خیل سړک يې د هر قسمه تګ راتګ لپاره بند کړی دی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۶م کال د جون میاشتې په منځ کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي وو.

حکومتي‌ او پوځي چارواکو په وار وار ادعا کړې دي‌ چې په شمالي وزیرستان کې یې وسله والو ته ماتې ورکړې او امن یې پر ځای کړی دی.

خو په دې سیمه کې نه یوازې وخت نا وخته پر امنیتي‌ ځواکونو بریدونه کېږي بلکې په دوامداره توګه هلته هدفي‌ وژنې هم روانې دي.

ځايي‌ ولس او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ د دې هدفي‌ وژنو پرضد احتجاجونه هم کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په سیمه کې دې د رښتوني‌ امن پر ځای کولو وعده پوره کړي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني‌ پوځ د عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

د دې خلکو لویه برخه د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته او یو لویه برخه یې د افغانستان خوست ته پر تللو مجبور شوي وو چې لا اوس هم هلته مېشت دي.

XS
SM
MD
LG