د لاسرسي ځای

تازه خبر

میر شکیل الرحمان دې خوشې کړل شي: خبریالان


کراچي کې د بيان ازادۍ حق کې احتجاج (ارشيف)
کراچي کې د بيان ازادۍ حق کې احتجاج (ارشيف)

د پاکستان په لاهور، پېښور او اسلام اباد کې خبریالانو د اپرېل پر ۱۷مه د جنګ ورځپاڼې او جيو ټي وي د مشر میر شکیل الرحمان د نیول کېدو پرضد احتجاجونه کړي دي.

دوی بېنرونه په لاس کې نیولی وې، د صحافت ازادۍ په حق کې يې شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې په عدالت کې د مقدمې پیل وړاندې باید میر شکیل الرحمان په بند کې ونه ساتل شي.

میر شکیل الرحمان د احتساب قامي ادارې (نېب) د روان کال د مارچ میاشتې پر۱۲مه نیولی دی.

پر هغه تور دی چې ۳۴ کاله وړاندې يې د جایدار اخيستو په یوه معامله کې حکومت ته ټېکس يا ماليه نه ده ورکړې.

جنګ او جيو ګروپ، چې وخت په وخت يې پر د پاکستان پر حکومت او د نېب پر هلو ځلو نیوکې کړي، دغه تورونه رد کړي دي او د نوموړي ګرفتاري يې د بیان پر ازادۍ یو برید بللی دی.

د بشري حقونو او صحافت د ازادۍ نړیوالو ادارو هم پر پاکستاني چارواکیو غږ کړی دی چې رحمان خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو د پیرس میشته سازمان، د اسیا پېسیپیک څانګې مشر ډینیل بستارد د مارچ پر۱۲ مه وویل چې د میر شکیل الرحمان ګرفتاري هېڅ ډول قانوني جواز نه لري او دا د جنګ ګروپ د تابع کولو لپاره څرګنده ځورونه ده.

نوموړي په یو بیان کې ویلي چې پاکستاني چارواکیو د هغه خبریالانو د ویرولو لپاره زورور تخلیقي صلاحیت ښودلی چې په ازادۍ سره خپله وظیفه ترسره کول غواړي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ ) د اسیا مشر براډ اډمز د مارچ پر ۱۲مه د میر شکیل الرحمان نیول په پاکستان کې د رسنيو ځورولو وروستۍ پېښه بللې ده.

نوموړي په یو بیان کې ویلي چې په پاکستان کې د اختلاف رای لپاره ځای نور هم تنګ شوی دی او هر هغه څوک چې پر حکومت نیوکې کوي، په نښه کېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې زیاته کړې چې په پاکستان کې رسنۍ د ویرې په چاپیریال کې کار کوي او پر رسنيو فشار اچول کېږي چې پر چارواکیو له نیوکو ډډه وکړي.

په بیان کې دا هم راغلي چې په پاکستان کې د احتساب پر قامي ادارې [نېب] پراخې نیوکې کېږي چې دا د سیاسي هدفونو لپاره کارول کېږي.

پاکستان د بیان ازادۍ په اړه د نړۍ ۱۸۰ هیوادونو په نوملړ کې پر ۱۴۲م ځای دی چېرې چې تر اوسه ګڼ خبریالان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي او ځېنې نور يې بیا د حکومتي ادارو له خوا ځورول شوي او نیول شوي دي.

د نېب یو ویاند د میر شکیل الرحمان تر ګرفتارۍ وروسته په یو بیان کې د جنګ ګروپ له خوا پر دغې اداره د جانبدارۍ تورونه رد کړي او ویلي يې و چې د احستاب اداره د پاکستان د ایین او مروجه قوانینو پر اساس خپلې چارې پرمخ وړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG