د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: روژه کې به لمونځونه او تراويح په جوماتونو او امام باړو کې کېږي


راولپنډۍ کې يو جومات (ارشيف)
راولپنډۍ کې يو جومات (ارشيف)

د پاکستان ولسمشر وايي، د تراویح لمونځونه به په جوماتونو او امام باړو کې کېږي

ډاکټر عارف علوي نن [د اپريل پر ۱۸مه] په اسلام اباد کې د سنی او شيعه مسلک له دیني عالمانو سره تر غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل، د تراویح او اختر لمونځونو په اړه پر یوه ۲۰ نکاتي پلان سلا شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې په پاکستان کې ځېنو علماوو د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر د ټولبند په غبرګون کې ویلي ول، په جوماتونو کې به د تراویح لمونځ هرو مرو ادا کوي.

د پاکستان ولسمشر خبري غونډې ته وویل، په حفاظتي اقداماتو کې دا شامل دي چې د تراویح او اختر لمونځونو پر مهال به په صفونو کې د لمونځ کونکیو او صفونو ترمنځ فاصله په پام کې نیول کېږي.


همدارنګه لمونځ به پر فرش ادا کېږي، قالینونه او درۍ به ټولېږي او فرشونه به په کلورين وهلو اوبو مینځل کېږي. که چيرې فرش خاورين وي نو چټايي پر هوارولی شي خو پر هغه به هم دغه محلول شيندي. بلخوا که څوک وغواړي له ځان سره خپله مصله يا جای نماز هم راوړلی شي.

په ۲۰ نکاتي پلان کې ويل شوي چې ټول لمونځ کوونکي به اودس په خپلو کورونو کې کوي. جومات يا امام باړې ته په داخليدو سره به ماسک اغوندي، روغبړ به نه کوي او د يو بل ترمنځ به واټن ساتي.

پر دې سربېره خلکو ته ویل شوي چې تر لمانځه مخکې او وروسته به ګڼه ګوڼه نه جوړوي.

هغه کسان بايد جومات او امام باړې ته لاړ نشي چې عمرونو يې تر ۵۰ کلونو اوښتي وي، يا نابالغ وي او يا هم ټوخی، نزله يا زکام ولري.

خلکو ته لارښوونه شوې چې پر سړکونو او د پښو پر لارو [فټپاتونو] دې لمونځونه نه کوي.

په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې په اوسنيو حالاتو کې به ښه دا وي چې اعتکاف پر کور وشي.

حکومت او عالمان پر دې خبره رضا شوي چې د دغو او یو شمېر نورو حفاظتي نکاتو د عملي کولو لپاره به ځانګړې کمېټۍ جوړېږي چې د پولیسو مرسته به هم ورسره وي.

په پلان کې ليکل شوي که چېرې د روژې مياشتې پر مهال حکومت دا محسوس کړي چې د دوی لخوا پر وضع کړل شويو احتياطي تدابيرو عمل نه کېږي يا که په کومه سیمه کې وبايي حالت رامنځ ته کېږي نو حکومت به د نورو څانګو په څېر د جوماتونو او امام باړو په اړه خپلې تګلارې ته بیا کتنه کوي.

د جوماتونو او امام باړو انتظاميې ته د دغو احتياطي تدابيرو په خپلولو سره د عبادت کولو مشروط اجازه ورکړل شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG