د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلک دې کورونو کې تراویح او د اختر لمونځ وکړي: شېخ عبدالعزيز


د سعودي عربستان لوی مفتي شېخ عبدالعزیز آل الشېخ
د سعودي عربستان لوی مفتي شېخ عبدالعزیز آل الشېخ

د سعودي عربستان لوی مفتي وايي، که د کورونا وايرس د خپرېدو پر مهال د محدویت له کبله خلک په جومات کې د تراویح لمونځ نشي کولای، باید په خپلو کورونو کې يې وکړي.

د سعودي عربستان عُکاظ ورځپاڼې د اپريل پر ۱۷مه دا خبره د مفتي شېخ عبدالعزیز آل الشېخ له قوله خپره کړې ده.

د راپور له مخې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا همدا فتوا د اختر د لمانځه په اړه هم ده؟ ده وویل چې دا فتوا د اختر د لمانځه لپاره هم صدق کوي.

د مسلمانانو د اسلامي جنتري له مخې د روژې میاشت راتلونکې اوونۍ پیلېږي.

سعودي عربستان د مارچ میاشتې په نیمايي کې د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر خلک په جوماتونو کې له لمانځه منع کړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اپريل پر ۱۶مه په مدینه کې مسجد نبوي اعلان وکړ چې د کورونا وايرس د خپرېدو له وېرې به په دې جومات کې نور بې وزلو کسانو ته د روژه ماتې خیرات نه ورکول کېږي.

په سعودي عربستان کې تر نن ورځې [د اپريل ۱۸مې] د کورونا وايرس تر اووه زره زياتې مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وايرس له کبله ۸۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG