د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان لپاره ګوادر بندر فعالوي


د ګوادر سوداګرۍ بندر

د پاکستان سوداګرۍ چارو وزارت د اکتوبر پر۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د درامداتو او برامداتو لپاره د ګوادر پر بندر تیارۍ بشپړې شوې دي.

بیان وايي، د ګوادر له بندره به سامانونه په کنټینرونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

تر دې یوه اوونۍ مخکې د اکتوبر پر اوومه په ګوادر کې د پاکستان د ګمرکاتو دفتر په بیان کې ویلي ول چې د افغانستان د ټرانزېټ سوداګرۍ چارو سمبالولو په موخه یې پېنځو افسرانو ته دندې سپارلې دي.

اوسمهال د افغانستان او پاکستان له ټرانزېټ موافقې سره سم، زیاتره سامانونه د کراچۍ د بندر له لارې لېږدول کېږي.

په پېښور کې د پاک افغان جواینټ چېمبر اف کامرس ډایرېکټر زاهدالله شینواري د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، دا د پاکستان حکومت ډېر ښه ګام دی او له دې به د دواړو هېوادونو ته ګټه ورسي.

نوموړي وايي: "موجوده وخت د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ټرانزټ ټرېد لوظنامه ختمه شوې ده او دا بیا تازه کول ډېر ضروري ده او دغه لړ کې افغانستان خلکو ته ځینې ستونزې دي او هغه ستونزې لېرې کول غواړي خو اوس چې پاکستان کومه فېصله کړې ده دا ډېر ښه ګام دی، د افغان تاجرانو پاکستان ته تګ راتګ به ډېر زیات شي چې ګټه به يې نېغ په نېغه دواړو هېوادونو ته ځي."

هم دا شان په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار پروفېسر ډاکټر معراج الحق هم دا د دواړو هېوادونو لپاره ګټور ګام بللی دی او وویل باید چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې د تجارت زیاتولو لپاره نور هم اقدامات وکړي.

نوموړي وايي، " له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تعلقاتو کې تاوتریخوالی روان دی نو د هغې له وجې افغان ټرانزټ ټرېډ چې د پاکستان په لار به کېدو په هغه ډېر لوی اثر غورځېدلی وو او له پاکستانه سربیره له افغانستان سره د نورو لارو موقه هم موجود وه چې پکې د ایران او ازربایجان بندر ګاهانې وې نو افغانستان په دغه لارو د تجارت کوښښ کولو خو اوس چې پاکستان دا لار خلاصه کړه او بله دا چې د کراچۍ بندر ګاه په مقابله کې افغانستان ته ګوادر بندرګاه نېږدې ده نو له دې به ورته ګټه ورسي."

بلخوا د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سېپټېمبر پر۱۸مه د تورخم لار په ۲۴ ساعته ډول د سوادګرۍ لپاره پرانستې چې د افغانستان مالیې وزارت په وینا د دغه لارې خلاصولو وروسته اوس له پاکستان سره يې تجارت سیوا شوې.

XS
SM
MD
LG