د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ویجاړوونکي انټرنېټي فعالیتونه نه شي زغملای: پامپیو


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي، واشنګټن ویجاړوونکي انټرنېټي یا سایبري فعالیتونه نه شي زغملای.

مايک پامپيو وايي، د مهمو ولسي بنسټونو پر ضد ورانکاره انټرنېټي فعالیتونه په ژوره توګه غیر مسوولانه او خطرناک دي.

نوموړيد اپرېل پر ۱۷مه په یوه اعلامیه کې وویل، هغه څوک چې په دغسې عمل کې ښکېل وي، باید د عواقبو په تمه وي.

په اعلامیه کې ویل شوي امریکا د اروپايي هېواد چېک جمهوریت د سایبري او اطلاعاتو امنیت ملي ادارې هغه خبرداري ته د اندېښنې په سترګه ګوري چې ویلي یې دي، د روغتیايي څارنې څانګې ته یې د یو لړ انټرنېټي بريدونه ګواښ پېښ دی.

مایک پامپیو وايي، هغه ورانکاره سایبري فعالیتونه چې د کورونا وایرس د دغه بحران پر مهال د روغتونونو ظرفیتونه او فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخوي، وژونکې پایلې لرلای شي.

پامپیو له هغو کسانو چې په دغو سایبري فعالیتونو کې ښکېل دي، غوښتنه کړې چې د چېک جمهوریت او په نورو ځایونو کې د روغتیايي څارنې پر نظامونو له انټرنېټي فعالیتونو ډډه وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له ټولو حکومتونو غوښتنه کړې چې پر جنایتکارانو او نورو سازمانونو چې د دوی له قلمروه دا ډول ورانکاره فعالیتونه کوي، سترګې پټې نه کړي.

دا اعلاميه په داسې حال کې خپرېږي، چې د چېک جمهوریت دوو روغتونونو د اپريل پر ۱۷مه پر دوی د انټرنېټي بريدونو خبر ورکړ.

د چېک چارواکو تر دې وړاندې د اپريل پر ۱۶مه خبرداری ورکړی و چې د چېک جمهوریت د روغتونونو او نورو مهمو ادارو د معلوماتي ټکنالوژۍ او ارتباطاتو پر سیسټمونو د لویو بريدونو د امکان خطر شته.

د چېک په ختیځ ښار اوستراوا کې د یوه پوهنتون روغتون د اپرېل پر ۱۷مه وویل چې پر خپل یوه سرور یې یوه انټرنېټي حمله شنډه کړې ده. بلخوا په اولوموڅ ښار کې یوه روغتون د مشکوکو فعالیتونو د معلومولو خبر ورکړی دی.

د چېک جمهوريت وزيراعظم اندري بابیش د اپرېل ۱۷مه وویل، حکومت یې دا خطر درک کړی او دغه ګواښ ته یې پوره پام اړولی دی.

رویټرز اژانس د چېک جمهوریت د یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی وینا راخیستې چې وايي، هغه کسان چې دا انټرنېټي بريد یې کړې هویت یې نه دی په داګه شوی. خو دغه چارواکي ویلي داسې ښکاري چې دا سایبري حملې د یوه جدي او پرمختللي دښمن له خوا شوې وي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې استخباراتي سازمانونو او د انټرنېټ څارونکو ادارو د کورونا وایرس د روان بحران پر مهال پر روغتونونو او نورو ادارو د منحرفوونکو فعالیتونو او انټرنېټي حملو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

په نړۍ کې د اپريل تر ۱۸مې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۲۲ لکه ۵۸ زره وښتی دی. بلخوا له دې وايرسه تر یو لک او ۵۴ زره زيات کسان مړه شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG