د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې د کورونا وایرس د مړو شمېر ۱،۲۹۰ ته رسېدلی


د چین په ووهان ښار کې د کورونا وایرس ناروغۍ له وجې د مړو شویو شمېر ۱،۲۹۰ ته رسېدلی دی.

دا هم هغه ځای دی چې پکې په لومړي ځل د وایرس پېښې ثبت شوې وې.

چین د مړو شمېر پر داسې وخت لوړ کړی چې په نړیواله توګه د ناروغۍ په اړه د بیجنګ د معلوماتو پر شفافیت شکونه زیات شوي.

هلته امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ بېګا هغه وړاندیز اعلان کړ چې ورسره د ایالتونو والیان کولای شي چې ټولبند نرم کړي او اقتصادي هلې ځلې پیل کړي.

له نویو ارقامو سره سم، په ووهان ښار کې د کورونا وایرس د ناروغۍ یعنې کووېډ – ۱۹ له کبله د مړو شویو شمېر ۳،۸۶۹ ته لوړ شوی.

د ووهان ښار چارواکو وویل، شمېرو ته یې بیاکتنه ځکه کړې چې مخکینی تعداد ناسم وو، د پېښو په اړه په معلوماتو کې ځنډ شوی وو او ځینې یې نه وې شمارل شوې.

جانز هاپکېنز پوهنتون وايي، له دې سره په ټول هېواد کې د وژل شویو شمېر تر ۴،۶۰۰ زیات شوی دی.

پوهانو د مثبتو پېښو او د مړو شویو کسانو د شمېر په اړه پوښتنې کړې دي او دا یې خورا کم او بې باوره بللی دی.

واشنګټن هم د کورونا وایرس د وبا خپرېدو په لومړیو ورځو کې پر بیجنګ د معلوماتو او د کورونا وایرس د ناروغۍ کچ پټولو تور پورې کړی او وايي، هغه هېواد کره معلومات نه دي شریک کړي. دې ته ورته انتقاد د اپرېل پر ۱۶مه فرانسې او برتانیې هم وکړ.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG