د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس پرضد د جنګ دوهمه مرحله پیل شوي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو خبري کانفرانس ته ویلي چې د وروستیو مالوماتو پر اساس کارپوهان رضا شوي دي چې د وایرس پر ضد د جنګ دوهمه مرحله پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا به سمدلاسه نه پرانیزي، خو یوه محتاطه لاره به غوره کوي چې د ریاستونو ګورنران به خپلو حالاتو ته په کتو پرېکړې کوي.

هغه ګورنران چې باور لري، باید خپل ریاستونه تړلي وساتي، هغوی ته به د دغه پرېکړې ازادي وي.

لومړۍ مرحله به دا وي چې د ژوند مهم میدانونه پرانستل شي، په دوهمه مرحله کې به سکولونه، د خوراک څښاک ځایونه پرانستل کېږي او په غیر ضروري سفرونو به په بندیزونو کې نرمي کولای شي، نور بندیزونه به په اخیري مرحله کې پرانستل کېږي خو خلک به بیا هم د ولسي واټن او روغتیا قواعد عملي کوي.

په هره مرحله کې به هر ریاست پابند وي چې ثابته کړي چې د وایرس څخه د ځپلو شویو شمېره په کمېدو ده او دا چې په خپله سیمه کې د اړینې دوایانې او د معاینې صلاحیتونه پوره په پوره ولري.

حکومت به د وایرس د خورېدو په اړه د ټولو هلو ځلو مستقل څار کوي.

د نوو مالوماتو پر اساس تیره اونۍ په امریکا کې ۵.۲ میلیونه مزدورانو د حکومتي مرستو لپاره خواستونه کړي دي ، له دې وړاندې ۱۷ میلیونه امریکایانو د بیروزګارۍ له کبله له حکومته مرستې غوښتې وی چې له کبله يې په چارواکیو د کاروبارونو بیا پرانستلو لپاره فشار ډېر شوی وو.

د روغتیا ځینو پوهانو، ګورنرانو او د کاروباري ادارو مشرانو خبرداری ورکړی چې د لاک ډاون د ختمولو او بندیزونو د لیری کولو وړاندې دوی ته د وایرس معاینې او طبي عملې د حفاظت لپاره الاتو ته اړتیا لري.

د جان هاپکنز څیړنیزې ادارې د مالوماتو پر اساس په امریکا کې په ۶۶۷۰۰۰ کسانو کې د وایرس تصدیق شوی او خواو شا ۳۳۰۰۰ ناروغانو د وایرس له کبله ژوند بایللی دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG