د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې له تېرو دوو ورځو د کورونا وایرس ۶۳ نورې پېښې


پېښور کې د جمعې لمونځ کېږي. ۲۰۲۰، ۱۰ اپرېل
پېښور کې د جمعې لمونځ کېږي. ۲۰۲۰، ۱۰ اپرېل

په بلوچستان صوبه کې په تېرو دوو ورځو کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي. دوه ورځې وړاندې دا شمېره ۲۴۰ وه او اوس دا شمېره ۳۰۳ ته رسېدلې ده.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شهواني مشال راډیو ته وویل، د شمېرو د زیاتېدو علت دا دی چې هغوی د ټسټونو شمېره زیاته کړې ده.

نوموړی وايي، هغوی به ټسټونه نور هم زیاتوي او دا امکان شته چې مثبتې پېښې لا نورې زیاتې شی.

بل پلو اپوزیشن ګوندونو په بلوچستان صوبه کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو په زیاتېدو خواشیني څرګنده کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې په هره ضلع کې دې د تېسټونو اسانتیاوې ډېرې شي.

په بلوچستا ن اسمبلۍ کي د حزب اختلاف مشر ملک سکندر ایډوکیټ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل که د کورونا وایرس ټیسټونو لړي زیاته نه شوه نو صوبه یې په کلونو کلونو له دې وبا نشي وتلی.

بلوچستان چې د پاکستان یو له بې وزلو صوبو څخه ګڼل کېږي، د کورونا وبا په ټولبند کې ولس له لا نورو ډېرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG