د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وړجنو شمېر ۲۱ لکه ۵۸ زرو ته وخوت


په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۱۴۵ زره کسان وژل شوي
په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۱۴۵ زره کسان وژل شوي

په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر تر ۲۱ لکه ۵۸ زرو زیات شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون چې په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس په پېښو نظر ساتي او شمېرې خپروي، د اپرېل پر ۱۷مه معلومات یې ښيي چې له دې وایرسه په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۱۴۵ زره کسان مړه شوي هم دي.

دا وایرس چې د ۲۰۱۹ ز کال په وروستو کې یې د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار کې په اول ځل لګېدلی وو، تر ټولو زیات کسان یې په امریکا کې ناجوړه کړي چې شمېر یې څه باندې ۶۷۱ زره دی.

په هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني او برتانیا کې یې هم ډیری خلک نیولي دي.

که د کورونا وایرس تلفاتو ته وکتل شي نو تر ټولو زیات کسان یې په امریکا کې وژلي چې شمېر یې ۳۳ زره نه پورته دی.

ورپسې په ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، او برتانیا کې هم زیات خلک له دې وایرسه مړه شوي دي.

خو د جانز هاپکېنز پوهنتون په وینا نېږدې ۵۴۴ زره کسان له کورونا نه بیرته جوړ شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG