د لاسرسي ځای

تازه خبر

جهاني وبا: پر ښځو د کورني تشدد پېښې زیاتې شوې


په پاکستان کې د بشري حقونو وزارت، د ملګرو ملتونو د ښځو اداره او د ښځو په اړه قامي کمیشن د اپریل په څوارلسمه په یو شریک پالیسي بیان کې ویلي چې حکومت او ټولنه دې د وبا په ورځو کې د بې وزله خلکو او په ځانګړی توګه ښځو، ماشومانو او معذورانو ته د ورپیښو ستونځو د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

په بیان کې راغلي چې د تعلیم، روغتیا، کار روزګار، مالي خپلواکۍ او نقل و حرکت په میدانونو کې د ښځو او سړو ترمینځ نابرابري نوره هم لوړه شوې او پر ښځو په کورونو کې د تشدد پېښې په ډېرېدو دي.

په دغه اړه مشال راډیو سره په خبرو کې د ښځو د حقونو نوموړی فعالې ثمر من الله وویل چې دې سره سره په انټرنیټ ښځو ته د دړکو او د هغوی د ځورولو پیښې هم رامنځ ته شوي دي.

نوموړی زیاته کړه د حکومت ذمه واري ده چې د ځپل شویو ښځو سره د تماس او د هغوی د مرستو لپاره پالیسي جوړه او عملي کړي.

په اسلام اباد کې د حقونو یو بل فعال ارشد محمود بیا وايي چې په دې روان بهیر کې چې حکومت د احساس پروګرام د لاندی د بیوزله خلکو سره د مرستو ادعاوي کوي، ډیرې داسې ښځې او ماشومان دي چې مرستو ته اړتیا لري خو د حکومت له خوا ورسره مرستې ځکه نه کېږي چې نومونه يې په فهرستونو کې نه دي لیکل شوي. نوموړی وايي دغه خلکو ته رسېدل او د هغوی مرسته یو منظم طریقه کار ته اړتیا لري چې دا وخت په نظر نه راځي.

دا مهال په نړۍ کې په ملینونو خلک د خپلو کورونو پوری محدود پاتې دي او د ټولنیزو چارو پوهان وايي چې تر ډیری مودی په یو ځاي د پاتې کیدو له کبله کورنۍ جګړی ډېرې شوي دي. د بېلګې په توګه په امریکا کې په دې نیزدو اونیو کې پولیسو ته د کورني تشدد راپورونه د تیر وخت پرتله له ۱۰ تر ۳۰ فیصدو ډیر شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو د دفاع د یوې غیر سرکاري ادارې مشره ښاد بیګم په دغه اړه وايي چې د دې ستونځې په هواري کې د حکومت سره سره مذهبي او سیاسي مشران یو مهم کردار لوبولی شي

د روغتیا د نړیوالې اداری (WHO) د اندازی تر مخه په نړیواله کچه چې څومره ښځې وژل کیږي په دوي کې د ۳۸ فیصده ښځو قاتلان خپل خپلوان وي. دې چیلنجونو ته په کتو سره په سیند صوبه کې د وومن ایکشن فورم په نوم د ښځو د حقونو سازمان په حکومت د ښځو د حقونو د خوندي کولو ، د ښځو د مرستې لپاره د ټیلیفون لاین فعالولو او ښځو د سر سیوري لپاره د مرکزونو پرانستلو غږ کړی دی خو د حقونو فعالان وايي باید دغه انتظام دې د ټول پاکستان لپاره وشي.

XS
SM
MD
LG