د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دې بیړنیو حالاتو کې د خپلو لوڼو په کار فخر کوم: ډاکټر فخرلاسلام


ډاکټر فخرلاسلام او د هغه دوې ډاکترانې لوریانې

ډاکټر فخرلاسلام د پېښور پوهنتون د مطالعه پاکستان د مرکز ډایریکټر دی، او دوې لوڼې یې ډاکټرانې دي. له مشال راډیو سره په خبرو کې وایي د کورونا وایرس په دې وبایي صورتحال کې چې کله خپلې دواړه لوڼې روغتونونو ته بیايي نو د فکر او اندېښنې سره سره د خوشالۍ یو احساس هم کوي چې لوڼې یې د ولس خدمت کوي.

د ډاکټر فخراسلام دوې لوریانې ډاکټرانې دي، ډاکټر سمره فخر او ډاکټر ماه نور فخر.

ډاکټر سمره فخر :

ډاکټر سمرا فخر
ډاکټر سمرا فخر

ډاکټره سمره فخر یوه سرجنه ده, او په خیبر ټیچنګ روغتون کې کار کوي. له مشال راډیو سره په خبرو کې ډاکټره سمره وایي په روغتونونو کې د نړیوال معیار سهولتونه نشته خو دوی خپل پوره کوشش کوي چې په دې وبایي صورتحال کې د خپل ولس خدمت وکړي.

د نوموړې په خبره د صوبې په زیاترو روغتونونو کې لا هم ډاکټرانو، نرسانو او د هسپتالونو نورو کارکونکیو سره حفاظتي کټس او نورو سامانونه نشته او ځینو سیمو کې د روغتونونو عمله ډېر په بیړنیو حالاتو کې کار کوي نو باید چې حکومت دغې خبرې ته زیات پام وکړي.

ډاکټره سمره دا هم وایي ډېر خلک دې ناروغۍ ته سنجیده نه دي. ځینې داسې فکر کوي چې دا هسې ګپ دی او یا د مسلمانانو خلاف سازش دی خو په حقیقت کې داسې نه ده. باید اوس خلک پر دې پوهه شي چې د یوازې د خپل ځان نه بلکې د نورو خلکو د صحت خیال هم وساتي او د دغې لپاره د حکومت او د ډاکټرانو په خبرو او هدایاتو عمل وکړي.

ډاکټر ماه نور فخر:

ډاکټر ماه نور فخر
ډاکټر ماه نور فخر

ډاکټر ماه نور فخر د ډاکټر فخرلاسلام کشره لور ده. هغه د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلکس کې کار کوي. ډاکټر ماه نور نن سبا د ماشومانو په وارډ کې خپله ډیوټي ترسره کوي. نوموړې وایي د ماشومانو سره چونکې زیاتره میاندې روغتونونو ته راځي نوباید چې د کورونا وبا په اړه په ښځو کې زیاته پوهه پېدا کړل شي. ډاکټر ماه نور وایي د لرو پرتو سیمو ښځې د دې وایرس او د دې د اثراتو او خوریدو په اړه پوره پوهه نه لري چې دا د دوی لپاره د کار په ځایونو کې هم مشکلات جوړوي.

د صحت لپاره بجټ:

ډاکټر فخر الاسلام وایي د کورونا وایرس وروسته دا مالومه شوه چې نړیوالو هېوادونو د صحت شعبې ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده. د پاکستان او افغانستان نه علاوه په ډېرو لویو اقتصاد لرونکیو هېوادونو کې هم د دې وبا له وجې زیاته مرګ ژوبله مخې ته راغلې ده او حکومتونه په روغتونونو کې د سهولتونو له نشتوالي سره مخامخ دي.

ډاکټرفخرلاسلام وایي اوس باید حکومتونه په سلو کې لس یا له دې هم زیاتې پېسې د صحت شعبې ته مختص کړي. د نوموړې په خبره د دې وبایي صورتحال یوه ګټه به دا وي چې حکومتونه به اوس د صحت شعبې ته زیات پام ورکوي.

د ډاکټرانو ژوند او زموږ ټولنه:

ډاکټر سمره فخر او ماه نور فخر وایي هغه جینکۍ چې د واده وروسته دا پېشه پریږدي باید پر دې خبره فکر وکړي چې د دوی سیمه وروسته پاتې سیمه ده، دغلته د ښځو ډاکټرانو کمی دی، نو ځکه که چرې یوه جینۍ دا پېشه پر مخ نه شي وړلی باید د یوې بلې ممکنه ډاکټرې جینۍ حق ونه وهي. دا ځکه چې د ډاکټرې سمرې په خبره ډېرې نجونې د واده وروسته دا پېشه پرېږدي.

ډاکټره سمره او ډاکټره ماه نور دا هم وایي له دوی سره مور پلار ډېر محنت کړی دې او نن سبا چې روغتون ته ځي نو د مور پلار سره یې ډېر فکر وي خو دوی په موجوده حالاتو کې کار کول هم فخر ګڼي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG