د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: له تېرو دوو ورځو راځم خو امدادي رقم نه راته میلاوېږي


سوات: په زرګونه ښځې د امدادي رفم اخیستو په انتظار دي
سوات: په زرګونه ښځې د امدادي رفم اخیستو په انتظار دي

په سوات کې د حکومت له خوا د احساس پروګرام تر سوري لاندي بې وسه ښځې د رقم ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ ې دي

د سوات په مينګوره حاجي بابا سکول کې د سيمي په سلګونو ښځي د پاکستان دولت له خوا د احساس پروګرام تر سوري لاندې دولس زره روپیو اخیستو لپاره ورغلي وايي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره ټوله ورځ وکړېږي او تش لاس ترې درومي. له مينګورې دولس کلوميټره لرې د کوکاریي کلي يو مشره ښځه چې خپل نوم نه ښيي وايي تېره ورځ پیاده دې مرکز ته راغلم خو رقم راته ميلاو نه شو. په دوهمه ورځ يو ځل بيا سهار وختي راغلم، اته ساعته مې انتظار وکړو خو لا په نمبر کې ولاړه يم، په دغه سنټر کې نه د څښلو اوبه شته، نه په بازار کې د خوارک شيان شته، وږي تږي د رقم په انتظار يو.

د سیمې یو بله ښځه زياتوي چې د کرونا له وجي کاروبارونه ولاړ دي، کور کې راسره خوراکي توکي ختم دي نو ځکه مجبوره يو چې دغه رقم ترلاسه کولو ته اوږد انتظار وکړو.

احساس پروګرام چې وړاندې یې نوم بېنظير انکم سپورټ پروګرام وو د پاکستان سرکار په بيړنيو حالاتو کې بېوسه کورنو ته دولس زره روپو ورکولو اعلان کړی.

د سوات تحصيل بابوزۍ مرستيال کمشنر عامر علي شاه وايي، د مرستو ترلاسه کولو ځای پراخ دی، د ناستې لپاره مو څوکۍ ورته ایښې دي او له کورونا وایرسه د ژغورنې لپاره مو ورته فاصلي هم ټاکلې دي. د نوموړي په وينا امداد ترلاسه کونکې زياتي دي او له ځان سره نوري رشته دارې ښځې هم راولي ځکه ګڼه ګوڼه جوړه شي.

د مرستندویه پیسو وېشلو کارمندانو یوه مشر عبدالله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، سرکار له دې پروګرام نه دزرګونو هغو ښځو نومونه اېستلي دي چې شتمنې دي او هغوی هم دلته راځي او ګڼه ګوڼه ورسره زیاته شي نو ځکه هم د رقم په وېشلو وخت لګېږي.

رقم ترلاسه کونکې ځینې ښځې تور لګوي چې په امدادي رقم کې ترې څلور سوه روپۍ د کميشن يا فيس په نوم اخېستل کېږي، په دې اړه د سوات ډپټي کمشنر ثاقب رضا اسلم وایي، پينځه تنه یې نیولي دي چې له بې وزلو ښځو به یې پیسې اخیستلې.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG