د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ملګرو ملتونو څخه د افغان کډوالو د مرستې غوښتنه کړې


اپرېدی وايي د کډوالو په کیمپونو کې د خوړو کمی دی
اپرېدی وايي د کډوالو په کیمپونو کې د خوړو کمی دی

پراګ- د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو (سیفران) وزیر شهریار اپرېدی وايي، وزیراعظم د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش ته له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره یوه خط لیکلی دی.

نوموړي د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د کورونا وایرس د وبا له وجې دې پرمختللي هېوادونه د افغان کډوالو په کیمپونو کې د خوراکي او نورو شیانو مرسته وکړي:

د اپرېدي په وینا، "دا یوازې د پاکستان ذمه واري نه ده چې ټول بوج برداشت کړي."

دی وايي، د افغان کډوالو په کیمپونو کې د خوراکي او نورو توکو "سخت کمی" دی او په ځانګړي ډول د مخ پټولو لپاره د تمبوزکونو (ماسکونو) او د جراثیمو وژلو دواګانو اړتیا ده نو ځکه وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرس او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ته د مرستو لپاره لیک استولی.

د پنجاب د میانوالي په کوټ چاندنا کیمپ کې یوه افغان کډوال بلال سودايي د اپرېل ۱۰مې پر ماښام مشال راډيو ته وویل، په کیمپ کې زرګونه کورنۍ مالي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري:

"د پنجاب میانوالي په کيمپ کې يو نيم لاک کورونه دي چې له یو اېن اېچ سي ار سره هم رجسټر دي. د دوی اکثریت د خښتو په بټيو کې کار کوي او یا ورځنۍ مزدورۍ کوي،" چې اوس د ټولبند (لاکډاون) له وجې په کورونو کې ناست دي.

د سودايي په خبره، تر اوسه ورته هېچا مرستې نه دي رسولي.

په خيبر پښتونخوا کې په زرګونه افغان کډوال په کېمپونه کې مېشت دي چې پکې درې کېمپونه په کوز دیر او دوه په نوښار کې دي.

د نوښار انتظامي مشر شاهد الله خان وویل، هغه اقدامات چې د ضلعې په نورو سیمو کې اخېستل شوي همهغه انتظامات یې د اکوړي او ازاخېلو په کیمپونو کې هم کړي. خو په وینا یې "په نوښار ضلع کې د افغان کډوالو درې لوی بازارونه دي یو په اکوړې کې یو په جهانګیرې کې او درېیم یې په پبو کې دی چې پکې صرف د خوراکي شیانو د دوکانونو خلاصولو اجازه ده، نور کاروبارونه بند دي."

د کوز دیر په تېمرګره کې د افغان کډوالو د کیمپونو حکومتي مشر همایون خان مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه په کیمپونو کې هېڅوک په کورونا وایرس نه دی اخته شوی.

د ده په خبره، د ثمر باغ، تېمرګرې او چکدرې په کیمپونو کې د ورځني استعمال د شیانو دوکانونه پرانیستي دي، په کیمپ کې کډوالو خپل احتیاطي اقدامات کړي او صفایۍ ته هم پام کوي.

دی وايي، هر کس چې له بهره کیمپونو ته ورځي، لومړی یې معاینه کېږي او بیا د ورتګ اجازه ورکوي.

د سیفران وزیر شهریار اپرېدی زیاتوي چې اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ لاکه افغان کډوال دي چې ۶۸ سلنه یې له کیمپونو بهر او پاتې یې په کیمپونو کې اوسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG