د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له افغانستانه د داعش کومندان د ورسپارلو غوښتنه کړې


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه هې،اد کې د افغانستان سفیر وربللی او له هغه سره افغان چارواکو له لوری د اپرېل پر ۵مه (۲۰۲۰ز کال) په هغه هېواد کې د داعش د مهم مشر اسلم فاروقي د نیولو په باب خپل نظر شریک کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي بیان کې راغلي، پاکستان د داعش ډلې پر کړنو تشویش لري چې له ورایه د پاکستان په زیان دي. او په دې برخه کې د افغانستان حکومت او نورو اړوندو هغو ته پاکستان خپل دریځ پرله پسې شریک کړی دی.

په بیان کې راغلي چې پاکستانیو چارواکیو افغان سفیر ته په ډاګه کړې، اسلم فاروقي دې د نورو پلټنو لپاره دوی ته وروسپاري ځکه چې هغه د پاکستان خلاف کړنو کې ښکېل وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG