د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس کولپي به د بلوچستان پر ولس بدې اغېزې ولري: عمران خان


وز یر اعظم عمران خان نن د بلوچستان مرکز کوټې ته ورغلی او هلته يي د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د روانو هلو ځلو جاج اخستی دی.

نوموړي د کوټې په هوايي ډګر د وینا په وخت ویلي چې د وبا مقابله به د ټول ملک ولس په شریکه کوي، ځکه چې وفاقي او صوبايي حکومتونه يي یوازی مقابله نه شي کولی.

وزیر اعظم عمران خان په کوټه کې د بولان میډیکل هسپتال دوره هم وکړه او هلته یې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د انتظاماتو جاج واخسته.

نوموړي ته د چارواکیو له خوا وویل شو چې د وایرس له کبله په صوبه کې د خوراکي موادو کمی نه دی راغلی او ډاکټرانو ته د حفاظتي الات او نور اړین شیان ورکول کېږي.

عمران خان دا هم وویل چې د کولپي له لاسه چې کاروبارونه تړل شوي دي د هغې بدې اغېزې به د بلوچستان پر ولس زیاتې وي هغه ځکه چې دلته لا له وړاندې بې وزلي او بې زورګاري زیاته ده.

وزیر اعظم زیات کړه چې د اپرېل میاشتې پر ۱۴ مه نېټه به پرېکړه کوي چې کولپي وغځوي که نه. د نوموړي په وینا په دې لړ کې به هره صوبه وفاقي حکومت ته خپل خپل راپور ورکوي، له هغه پس به پرېکړه کوو چې په کومو کومو څانګو کې کولپي نرمول پکار ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG