د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د هرنايي په شاهرګه کې دوه کانکیندونکي وژلي


د کوټې په څنډو کې دوه کانکیندونکي
د کوټې په څنډو کې دوه کانکیندونکي

د بلوچستان هرنايي ولسوالۍ په شاهرګه سیمه کې تېره شپه (د چارشنبې په منځنۍ شپه) ناڅرګند وسله والو کسانو د شهباز سکرو کمپنۍ څلور کانکیندونکي ورڅېرمه غرنۍ سیمې ته تښتولي چې وروسته یې دوه وژلي او دوه یې ژوندي پرېښي دي.

د دې پېښې په خبرتیا په سیمه کې سرحدي عسکرو او ځاي لیویزو د برمته ګرو پرضد عملیات کړي خو هغوی په تېښته بریالي شوي دي.

د هرنايي ډپټي کمشنر اعظم جان زرکون او د سرحدي عسکرو ځايي مشر کرنل طاهر منیر د پېښې ځای ته رسېدلي او هغه دوه مړي یې سم د لاسه د شاهرګ وروغتون ته رسولي دي. د چارواکو په وینا چې خوشې شوي کسان د شاهرګې اوسیدونکي دي او وژلي دواړه کسان د سوات سیمې دي.

د شاهرګي په ځايي روغتون کي د طبي عملیاتو پس وژلي کسان خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

د بلوچستان سیاسي ګوندونو پر یاده پېښه سخته خواشيني ښودلې او له حکومته یې په پېښه کې د ښکېلو کسانو نیولو غوښتنه کړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکونکیو هم په سیمه کې احتجاج کړی دی او وروسته د هرنايي ډپټي کمشنر ورته ډاډ ورکړی چې ژر به په دغه پېښه کې ښکېل کسان ونیول شي. د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټي سره تړاو لرونکي صوبايي وزیر نور محمد دومړ هم ویلي دي چې دی به د صوبې کورنيو چارو له وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

په شاهرګه کې د دغې پېښې زمه واري لاهم هېڅ یوې ډلې نه ده منلې خو کله چې په بلوچستان کې ناکراري زیاته وه نو هغه وخت په دغه ډول پېښو زمه واري تر ډېره بلوڅ بېلتونپالو منلې. هغوی له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د صوبې پر قدرتي شتمنیو د لاکوراکۍ لپاره وسلې ته لاس کړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG