د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې ۴۳۳۹، په نړۍ کې تر ۱۵ لکه زيات تنه وهلي

انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د اپرېل تر نهمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۳۳۹ ته رسېدلی دی.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۶۳ کسان مړه شوي او ۵۷۲ بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په پنجاب صوبه کې په ۱۲۱۸۸، په سيند کې ۱۰۳۶، په خيبر پښتونخوا کې ۵۶۰، په بلوچستان کې ۲۱۳، په اسلام اباد کې ۱۰۲ ، په ګلګت بلتستان کې ۲۱۳ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۲۸ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۱۵ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې۸۸۴۹۵ ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۳۰۰۰۰ بېرته رغېدلي دي.

فغان طالبانو ويلي چې د دوی لسګونه بنديان له هغې موافقې سره سم نه دې خوشي شوي چې دوی له امریکا سره لاسلیک کړې ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG