د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا وایرس له کبله د پولیو ضد کمپاین ځنډولی دی


په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس
په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس

پراګ - د کورونا وايرس وبا د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د حکومت صحي پروګرامونه اغېزمن کړي دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د پوليو له مسلې سره مخ دی او د دې ناروغۍ ضد د پرله پسې کمپاينونو باوجود لا هم په دې هېواد کې د يادې معذوره کوونکې ناروغۍ بشپړه خاتمه نه ده شوې.

له خيبر پښتونخوا حکومت سره د پوليو کنټرول په برخه کې د يوه سلاکار يا کنسلټنټ په توګه کارکوونکی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نديم جان وايي، د کورونا وبا له وجې ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکولو چارې د راتلونکې مې مياشتې تر ۳۱مې ځنډول شوې دي.

ده وویل ، ( د کورونا وایرس له کبله په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد دوه کمپاینونه نه دي‌ شوي‌ او د دریم برخلیک لا هم نه دی معلوم چې هغه به وشي او که نه.)

ده وویل هیله لري‌ چې تر جون میاشتې وروسته به یې د پولیو ضد هلې ځلې له پلان سره سمې وشي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر نديم جان وېره ښيي چې که د کورونا وايرس له لاسه د پوليو ضد کمپاينونه د ټاکلي پروګرام مطابق ونه شول نو ‌‌‌‌‌‌ډېر امکان شته چې په پاکستان کې د ګوزڼ وهليو ماشومانو شمېر زيات شي.

نوموړي وویل چې تېر کال هم په ټوله نړۍ کې زیات ماشومان په پاکستان کې ګزڼ وهلي‌ وو او دا کال هم تر اوسه ۳۷ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

له رپورټونو سره سم، د روان کال د مارچ پر ۱۴مه په خيبرپښتونخوا کې ماشومانو ته د پوليو لګېدو ۱۳ نوې پېښې رپورټ شوې.

په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د پوليو ضد کمپاينونه کېږي، خو بیا هم ماشومان ولې له پوليو وايرسه محفوظ نه دي؟

‌ډاکټر ندیم جان وویل چې لوی وجوهات یې دا دي چې کورنۍ یې د ځینو غلط فهمیو له وجې ماشومانو ته په څه نا څه چل دا وایرس نه ورکوي‌ او چې په کومو ځایونو کې حکومت فشار اچولی وو نو هلته به کورونو د ماشومانو ګوتې رنګولې خو واکسین به یې نه ورکول.

د ده په وینا په نورو وجوهاتو کې دا هم دي‌ چې دا واکسین تر ۹۵ فیصده کار کوي‌ او بل پلو د ماشومانو صحي حالت هم پکې عمل دخل لري.

په ۲۰۲۰م کال کې تر اوسه په بلوچستان کې هم پنځه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

په کلا سيف الله ضلع کې د بلوچستان د صحت محکمې يو چارواکی داود خان کاکړ وايي، دوی هم د کورونا وبا له وجې د پوليو ضد هلې ځلې درولې دي.

نوموړی وايي‌ امکان شته چې په اوس وخت کې په بلوچستان کې د ماشومانو د شري ناروغي زياته شي.

خو د ده په خبره دوی ورته د روغتيا په کليوالو مرکزونو کې تياری نيولی دی.

داود خان کاکړ زياتوي چې د بلوچستان له صحت څانګې سره د پوليو په برخه کې کارکوونکي دا مهال د کورونا وايرس په اړه د عامه پوهاوي کمپاينونه کوي.

خو د ده په وينا، د سيمې صحي کارمندان هغو طبي وساېلو ته لاسرسی نه لري چې پر مټ يې وکولای شي له کورونا وايرس ځانونه او هم نور خلک په موثره توګه بچ وساتي.

داود خان کاکړ وویل چې هلته د صحت اړوند ضروري سامانونه دومره ګران شوي چې د حکومت تر توان لا وتلي‌ دي.

کورونا وايرس د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې لکونه کسان ناروغه کړي او زرګونه يې وژلي دي.

ساينسپوهان په هڅه کې دي چې د کورونا وايرس ضد واکسين جوړ کړي او د نړۍ انسانان د وېرې له موجوده حالته بهر کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د پوليو مخنيوي پروګرام يو سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نديم جان په عين وخت کې وړانديز کوي چې د پوليو وايرس د خاتمې لپاره مرکزي او هم صوبايي حکومتونه بايد نوې او زياتې اغېزناکې لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG