د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او چمن لارې نن هم خلاصې دي

د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

نن( د اپرېل پر اوومه) په دوهمه ورځ هم زرګونه کسان د تورخم او چمن پر لار له پاکستانه و افغانستان ته روان دي.

له افغانستان سره په همغږۍ پاکستان له پرونه دا دوې لارې پرانېستي دي چې تر پنجشنبې ورځې به وازې وي.

په تورخم کې د مشال راډیو خبریال وايي، چارواکو ورته ویلي، دا چې په زیات شمېر کې افغانان تورخم ته رسېدلي نو دې ته یې نه دي کتلي چې د ورځې یوازې زرو کسانو ته به د تګ اجازه ورکوي، بلکې له دې نه یې زیات شمېر کسان پرېښودلي دي.

افغان چارواکي په تورخم او سپین بولدګ کې د اوړیدونکو کسانو طبي چاڼ یا سکریننګ کوي.

د ننګرهار والي شاه مخمود میاخېل په یو بیان کې ویلي، د اپرېل پر شپږمه د ۱۰۰۰ کسانو معاینه وشوه او په هېچا کې د کورونا وایرس ونه موندل شو نو ځکه یې هغوی قرنطین نه کړل او اجازه یې ورکړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي.

تر دې وړاندې هغوی ویلي وو، ټول اوړېدونکي کسان به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو پورې په قرنطین مرکز کې ساتل کېږي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG