د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې د اټومي تړون د شرايطو درناوی وکړي: مکرون


د فرانسې ولسمشر ایمونل مېکخوا
د فرانسې ولسمشر ایمونل مېکخوا

د فرانس ولسمشر ایمانيول مکرون په ايران غږ کړی، په داسې حال کې چې نړۍ په کورونا وبا اخته ده، د اټومي شرايطو درناوی وکړي.

د اپرېل پر پشږمه په ټېلېفوني خبرو کې مېکخوا خپل ايراني سيال حسن روحاني ته وويل، بايد نړيواله ټولنه د کورونا وايرس د خپريدو پرضد مبارزې لپاره يو موټی شي.

حکومتي بيان وايي، د فرانس ولسشمر هيله ښودلې چې ايران به د ګډ کوټلي عملي پلان ضد له نوو فعاليتونو ډډه وکړي او د سيمه ييز فشار په راکمولو کې به خپله ونډه ورکړي.

بلخوا د روحاني دفتر ویلي دي چې د ايران ولسمشر د کورونا وبا پرضد په نړيواله کچه د ګډې مبارزې کولو غږ کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې.

د اپرېل پر شپږمه تر دې مخکې د صحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او په امريکا غږ وکړ چې په ايران اقتصادي بنديزونه نرم کړي.

امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ايران سره د بشري مرستو وړانديز کړی وو خو ايراينو چارواکو دغه وړانديز رد کړ.

XS
SM
MD
LG