د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د کورونا ضد واکسین کې د پرمختګ ادعا کړې


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د کورونا نوي وایرس (کوویډ ۱۹) خلاف د هېواد د هلو ځلو پر وخت ورته د امید څرک ښکاري خو د امریکا د روغتیا لوړ پوړو چارواکو له څرګندونو کم امید تر سترګو کیږي.

که څه هم ولسمشر ټرمپ دا و منله چې په راتلونکو دوو اوونیو کې ښايي په امریکا کې د مړینې شرح زیاته شي خو زیاته یې کړه، هیله لري‌ چې د کوویډ ۱۹ کېسونه به تر زیات اغیز لاندی راغلو ولایتونو کې په کمېدو شي.‌ ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا د کوویډ ۱۹ خلاف په واکسین جوړولو په هلو ځلو کې هم د نورو هیوادونو پرتله کافي پرمختګ کړی خو نور وضاحت یې ورنکړ.

ولسمشر ټرمپ د اپریل پر ۵مه د کورونا وایرس په اړه د مالوماتو ورکولو پر وخت وویل څه امید ورته ښکاري او زیاته یې کړه چې ښه والی ورته تر سترګو کېږي.‌

په داسی حال کې چې په امریکا کې سږ کال بیا ولسمشریزه ټاکنې دي پر ولسمشر ټرمپ تنقید کېږي چې د کرونا وایرس وبا خپریدو په حال کې زیات خوشبین دی.

د کرونا وایرس خلاف د ولسمشر ټرمپ د کاري ډلی یا ټاسک فورس یو غړی ډاکټر ایتوني فاسي وویل چې د ټولنیز واټڼ او له کورونو د بهر نه وتلو هدایاتو ښې نتیجې ورکړې دي‌ خو دغه هېواد اوس هم د بحران په لړ کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی. فاسي خبریالانو ته وویل د امید او رڼا خبره اورېدل دا حقیقت نه شي بدلولای چې سبا یا بله ورځ به څه بد خبر مخې ته نه راځي.په سپینه ماڼۍ کې د کرونا وایرس خلاف د ټاسک فورس مشرې ډاکټرې ډیبورا برکس وویل په سپین او اټلي کې مثبتی نتیجې را روانې دی او تمه لري چې امریکا به د هغوی لاره خپله کړي.

د ولسمشر ټرمپ تر څرګندونو څو ساعته مخکې د برتانیا حکومت اعلان کړی و چې وزیراعظم بورس جانسن هسپتال کې داخل کړل شوی دی. په نوموړي کې مخکې د وایرس پخلی شوی و.

ولسمشر ټرمپ وویل ټول امریکایان د هغه د ښه صحت لپاره دعا کوي او امید لري‌چې زر به له ناروغۍ روغ شي‌. کورونا وایرس د نړی ۱۸۰ هیوادونو ته خپور شوی دی.‌د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم په نړئ کې د وایرس تصدیق شوي کېسونه 1.25 ملیون ته رسیدلی دی. له ناروغئ اته شپیته زره کسان مړه شوي دي د یو ملین په څلورو برخو کې له یوې برخې زیات ترې روغ شوی دي.

په امریکا کې د کېسونه زیاته شرح په داسې حال کې ده چې هلته د زیاتو خلکو ټیسټونه کیږي. ولمشر ټرمپ وویل چې تر شپاړسو لاکو زیاتو کسانو ټیسټونه شوي‌ دي.

چارواکي‌ وایي‌ په امریکا کې له وایرسه نهه زره دوه سوه کسان مړه شوي‌ دي‌ او ښايي په راتلونکو ورځو کې دغه شمېر زیات شي.‌

تر ټولو زیات ځپل شوی ریاست نیویارک اعلان وکړ چی د هرې ورځې د مړینې شرح لږه راکمه شوی ده او شپږ سوه ته رسېدلی ده. ولسمشر ټرمپ دې ته په اشاره خوشبیني ښکاره کړی. خو بیا د نیویارک ګورنر اینډریو کومو وویل چې په دې اړه خوشبیني ښکاره کول به تر وخته مخکی وي.‌ په دغه ریاست کې یو لاک دوه ویشت زره کېسونه رپورټ شوي دي او څلور زره یو سل نهه پنځوس کسان مړه شوي‌دي.‌

ولسمشر ترمپ وویل چی هیواد یې ماسکونه دستانې او حفاظتي جامې تر لاسه کړي‌او په راتلونکو ور‍ځو کې به نور هم سامان ورته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG