د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ګرفتار ډاکټران پرېښودل شول


کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي

د بلوچستان حکومت وايي چې په دوشنبه نیولي ټول ډاکټران يې خوشې کړي دي او غوښتنې يې منل شوي دي.

د صوبايي حکومت وياند لياقت شاهواني بېګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې ډاکټرانو ته به له کورونا وايرسه د ژغورنې ټول سامان ورکړل شي.

په کوټه کې پوليسو هغه مهال ګڼ ډاکټران ونيول جې د اپریل پر شپږمه یې د بلوچستان وزيراعلی دفتر مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کې درنا ورکړه.

احتجاج کونکي ډاکټران وايي په سول هسپتال کوټه کې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت د ځان ژغورلو لپاره مناسب طبي سامان او الات نلري.

بلوچستان حکومت کولپي تر ۲۱م اپرېله وغځوله

د بلوچستان حکومت په کوټه او د صوبې په نور برخو کي د کولپي لړۍ غځولو پرېکړه کړې ده چې د اپریل تر۲۱مې به په بشپړه توګه ډېری ځایونه کولپي وي.

د ګل/دوشنبې ورځ د کورنيو چاروا وزارت له لوري خپره یادګېرنه (نوټیفیکیشن) کې راغلي چې د کولپي پرمهال به نه یوازې هر ډول سوداګریز مرکزونه، منډۍ او بازارونه تړلي وي بلکې ولسي ګڼه ګوڼه او او عامه ټرانسپورټ به هم بند ساتل کېږي. له دې سره سره د تعلیمي ادارې به هم تړلې وي. دغه ډول به بازارونه ، شاپینګ مالز او تعلمیي ادارې هم بندي وې. له یوې ضلعې تر بلې هغې بلکې له یوې صوبې بلې هغې ته به هم د خلکو تګ راتګ او ټرانسپورټ بند وي.

په بلوچستان کې د کورونا وړجنو ۱۱ نوې پېښې رامنځ ته شوې چې په دې سره په دغه صوبه کې د کورونا وهلیو شمېر ۲۰۲ تنو ته ورسېد.

بل پلو د ګل په ورځ د بلوچستان سوداګرو اتحادیې هم له حکومته غوښتي چې د کورونا وایرس په لړ کې کړی کلپي یا ټولبند کې نرمښت راولي، د دوی په وینا چې له دې ټولبنده یې زښته ډېر اقتصادي زیان روان دی. دوی وايي که یې سرکار غوښتنه و نه منله نو د روانې اپرېل میاشتې له ۱۴مې به د ټولبند پرضد راوځي. دوی وايي د اپرېل له ۲۵مې روزه پیلېږي او د د میاشتې لومړنۍ اونۍ کې پر کاروبار ډېر زیات اغېز پرېوځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG