د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجپیر مدرسې د کورونا مخنیوي لپاره کلنۍ اجتماع لغوه کړې


مولانا طیب وايي درس به هم د انټرنېټ له لارې ورکوي

پراګ - د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پنجپیر مدرسې د قران پاک د ترجمې او ختم سږنۍ اجتماع منسوخ کړې ده.

د مدرسې مشر خطيب مولانا محمد طيب وايي، دا پرېکړه يې د اسلامي احکاماتو په رڼا کې له کورونا وايرسه د خلکو د حفاظت لپاره کړې ده.

نور کله به د نوموړي زرګونه شاګردانو روژه مياشت د قران پاک د ترجمې او تفسير د زده کړې لپاره د صوابۍ ضلعې په پنجپير کلي کې تېروله.

له مولانا محمد طيب سره مې مرکه کړې او په سر کې مې ترې د سږ روژې لپاره د ده د درس قران د بديل پروګرام په اړه معلومات غوښتي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG