د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې ۳۷۶۶، په نړۍ کې ۱۳۴۸۶۲۸ تنه وهلي


د سیند په حیدر اباد کې پولیس یو رکشه وال او د هغه سورلۍ د کورونا ګرځبند ماتولو پرسر تر لښتو باسي.
د سیند په حیدر اباد کې پولیس یو رکشه وال او د هغه سورلۍ د کورونا ګرځبند ماتولو پرسر تر لښتو باسي.

چارواکي وايي، په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه نور کسان کورونا وايرس وهلي چې له دې سره په دغه هېواد کې د ناروغانو شمېر د اپرېل تر اوومې ۳۷۶۶ ​ته ورسېد.

د حکومت پر ويبپاڼه ورکړل شويو مالوماتو له مخې تر ټولو زيات کسان په پنجاب کې په کورونا اخته شوي چې شمېر يې ۱۹۱۸ دی، ورپسې په سیند کې ۹۳۲، خيبر يښتونخوا کې ۵۰۰ او بلوچستان کې ۲۰۲ دي.

د کوهاټ ډویژن د روغتیا چارواکو نن مشال راډیو ته وویل، هلته په پنځو نورو کسانو کې د کورونا وایرس موندل شوی چې ورسره په یاد ډویژون کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۵۰ ته پورته شوی دی.

د چارواکو په وینا دوه نوي کیسونه په اورکزو او درې په کوهاټ کې لیدل شوي دي.

په سوات کې په څلورو نورو تنانو کې د کورونا وایرس تصديق شوي چې په دې سره په یاده سیمه کې د کورونا وړجنو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. په کورونا وهلو کې دوه تنه د مېنګورې، یو د دنګرام او بل هغه د مټې اوسېدونکی دی. هلته د صحت محکمه وايي تر اوسه کورونا وایرس درې تنه مړه کړي دي. د سوات په مېنګوره، دنګرام او مټه کې د قرنطين مرکزونه جوړ کړل شوي دي.​

د پاکستان سرکاري شمېرې ښيې چې د کورونا ناروغۍ له کبله ۵۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی خو د وی په وينا ۲۵۹ کسان جوړ شوي هم دي.

د سوات ښځينه روغتیاپالې وايي له کورونا ناروغۍ د ځان ژغورلو سامان نلري.

د مېنګورې پرست شا بېګا ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د صحت څانګې لخوا ورته امر شوی چې کور پر کور وګرځئ او له بهره د راغليو مبينه کورونا ناروغانو معاينه وکړئ او په اړه يې مالومات راټول کړئ خو دوی ته د ځان ژغورنې لپاره الات نه دي ورکړل شوي. نوموړې زياتوي چې کار يې زيات شوی خو تنخوا يې نه ده زياته شوې.

بلخوا د سوات صحت څانګې مشر ډاکټر اکرام خان د ګل په ورځ مشال راډيو ته وويل چې ډېر زر به د صحت کارکونکو دغه غوښتنې پوره کړي.

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې څلور بهرنیان کورونا وهلي دي.

مرستیال کمېشنر بشیر احمد بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل، په ۱۱ نورو کسانو کې کورونا وایرس مثبت موندل شوی چې پکې څلور بهرنیان دي، په کومو کې چې دوه د ملایشیا او دوه نور د اینډونیشا دي.

په کوهاټ کې تراوسه د کورونا ۳۰ پېښې ثبت شوې

بلخوا په سوات کې د کورونا وايرس له وجې په يوه ورځ کې دوه کسان مړه شوي دي.

د سوات مرستيال کمشنر ثاقب رضا اسلم د اپريل پر پنځمه، مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وايرس له وجې په بحرين او سيدوشريف کې دوه کسان مړه شوي دي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمشنر صاحبزاده نجیب الله هم د اپرېل پر پنځمه مشال راډيو ته په راليږلي خبرپاڼه کې ویلي دي چې هلته په لومړي‌ ځل دوه کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د ده په وینا د تبلیغي مرکز د دوو کسانو ټیسټونه پيښور ته ليږل شوي او نتیجه یې مثبت راغلې ده.

بل پلو په بلوچستان کي د کرونا وایرس درې نور ناروغان پیدا شوي چې ورسره اوس هلته په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۹ ته رسېدلی دی.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي دي چي د ۴۳ کسانو ټیسټ سیوې وو په هغه کي ۳ مثبت او ۴۰ منفي راغلي دي.

په بلوچستان کي د کرونا وایرس څخه جوړسیوي کسانو شمیره ۳۲ ته رسیدلې ده.

په پاکستان کې تر اوسه تر ټولو زیات کسان په پنجاب صوبه کې په کورونا وایرس اخته شوي دي. له هغه وروسته سیند او خیبر پښتونخوا دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې

د جانز هاپکینز پوهنتون په وینا، په ټوله نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر ۱۳۴۸۶۲۸ ته ورسېد. دې وایرس تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۷۴۸۱۶ تنه وژلي دي او ۲۸۴۲۰۸ تنه ترې روغ شوي دي.

دا مهال د کورونا وړجنو شمېر تر ټولو زیات په امریکا کې دی چې د وروستیو شمېر له مخې هلته ۳۶۷۷۵۸ تنو ته رسېدلی دی او ۱۰۹۸۱ تنه یې وژلي او نږدې ۱۹۷۸۸ ترې روغ راوتلي دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیات اټلی هیواد ځپلی دی. هلته د اپرېل تر اوومې ۱۶۵۲۳ کسان وژل شوي وو.

کورونا وایرس د نړۍ د نورو برخو په څېر اروپايي‌ هیوادونه ډېر ځپلي دي‌ چې په سر کې یې اټلي، سپېن او فرانس شامل دي.

د هېواد په توګه دوم زیات ځپل شوی سپېن دی چې د مړو شمېر پکې څه نه څه ۱۳۳۴۱ ته رسېدلی دی.

دا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره شو چې اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی.

د دې وایرس له وجې یوه تنفسي ناروغي پېښېږي چې ورته د کووېډ - ۱۹ (COVID-19) نوم ورکړل شوی دی.

کووېډ - ۱۹ اصلاً د کورونا وایرس ډېزیز (ناروغۍ) لنډه بڼه ده او ۱۹ ورسره ځکه لیکل کېږي چې د دې نوې ناروغۍ لومړۍ پېښه د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې وه. کورونا په لاتیني ژبه کې تاج ته وايي، د دې وایرس ګردچاپېره مېخونه شنه دي لکه د پاچا پر تاج نو ځکه یې کورونا بولي

په چین کې تر ۸۰،۰۰۰ زیات کسان د کورونا وایرس ناروغه کړي ول او د هېواد زیاتره لوی ښارونه او سیمې تړلې وې.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د مارچ پر ۱۱مه دا ناروغي نړیواله وبا وبلله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG