پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په امريکا کې ښايي ډېر ژر له کورونا وایرسه د مړو شمېر زيات شي.
ولسمشر ټرمپ د اپرېل په څلورمه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې بدبختانه په راتلونکو دوو اونیو کې به ډېر خلک مړه شي.
هغه زياته کړه چې د امريکايانو د ژغورنې لپاره به هر کار وکړي او او هر ايالت ته به د هغوی د ضرورت مطابق طبي مواد او مرستې ورسوي.
د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي، جانز هاپکینز پوهنتون له معلوماتو سره سم د اپرېل تر پينځمې په امريکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر درې لکه او ۱۲ زرو ته رسېدلې وو.
کورونا وایرس تر اوسه په امریکا کې ۸۵۰۰ کسان وژلي دي.
د جانز هاپکینز پوهنتون په وینا ، په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر يو اعشاريه دوه ميليونو ته رسېدلی دی.
دې وایرس تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۶۴ زره او ۷۷۴ کسان وژلي دي.
کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیات اټلی هیواد ځپلی دی. هلته د اپرېل تر پنځمې ۱۵۳۶۲ کسان وژل شوي وو.
کورونا وایرس د نړۍ د نورو برخو په څېر اروپايي هیوادونه ډېر ځپلي دي چې په سر کې یې اټلي ، سپېن او فرانس شامل دي.
د هیواد په توګه دویم زیات ځپل شوی سپېن دی چې د مړو شمېر پکې نژدې ۱۲ زرو ته رسېدلی دی.
جانز هاپکینز پوهنتون وايي چې د اپرېل تر پنځمې له دې ناروغۍ څخه په ټوله نړۍ کې نژدې ۲۵۰۰۰۰ کسان جوړ شوي هم دي.
دا وايرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره شو چې اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی.
د دې وایرس له وجې یوه تنفسي ناروغي پېښېږي چې ورته د کووېډ - ۱۹ (COVID-19) نوم ورکړل شوی دی.
کووېډ - ۱۹ اصلاً د کورونا وایرس ډېزیز (ناروغۍ) مخفف یا لنډه بڼه ده او ۱۹ ورسره ځکه لیکل کېږي چې د دې نوې ناروغۍ لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې وه.
په چین کې تر ۸۰،۰۰۰ زیات کسان د کورونا وایرس ناروغه کړي ول او د هېواد زیاتره لوی ښارونه او سیمې تړلې وې.
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د مارچ پر ۱۱مه دا ناروغي نړیواله وبا وبلله.
د فېسبوک تبصرې